د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د افغان طالبانو او پاکستان د اړيکو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د پاکستان او طالبانو بيرغونه
د پاکستان او طالبانو بيرغونه

ایرو ایشیا رویو خپرونه:

  • ایرو ایشیا رویو خپرونې د پاکستان او افغان طالبانو پر اړیکو لیکنه خپره کړې ده او هغه مشهورې مقولې ته یې اشاره کړې ده چې وایي، په سیاست کې دایمي دوست او دښمن نه وي، یوازې په‌کې ګټې مطرح وي.

د خپرونې په وینا د همدې لپاره سیاستوال په ځانګړي ډول د یوه هېواد چارواکي اوږدمهاله سیاسي ګټو ته ګوري او بیا پرېکړې کوي.

ایرو ایشیا رویو زیاتوي، په پاکستان کې په وروستیو کې د ترورستي بریدونو زیاتوالی د دې څرګندونه کوي چې د دغه هېواد حکومت او امنیتي بنسټونه په هغه حساب کې تېروتي دي چې د افغانستان د طالبانو په اړه یې کړی و.

په پاکستان کې تروريستي ګواښونه وروسته تر هغه زیات شول چې تحریک طالبان پاکستان ډلې د دوه زره یو ویشتم کال په نومبر کې له اسلام اباد سره د شوي اوربند د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

په دې مطلب کې وړاندې راغلې دي چې یاغیان په ټوله نړۍ کې توانیدلي دي چې له خپلو اړیکو او له سیمې بهر له ملاتړه ګټه پورته کړي.

تحریک طالبان پاکستان هم له دې قاعدې مستثنی نه‌دی.

د خپرونې په باور د پاکستان حکومت د افغان طالبانو په تړاو داخلي او بهرنیو لارښوونو ته پاملرنه ونه کړه او داسې ښکاري چې یوه ستره ستراتیژیکه تېروتنه یې کړې وي.

ایروایشیا رویو لیکي، پاکستان د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو پر وتلو خوښي ونه ښوده خو د اشرف غني د حکومت پر نسکورېدو خوشاله و او په اسلام اباد کې دا خوښي چې پر کابل طالبان مسلط شوې دي، اوږده نه شوه.

د خپرونې په باور لکه څرنګه چې یې تمه کېده طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته خپلو ملي ګټو ته پام وکړ چې د پاکستان له بېړنیو امنیتي ارزونو سره یې سر نه خوړ.

ایروایشیا رویو زیاتوي، د هغو سترو ګواښونو سربېره چې طالبان په افغانستان کې ورسره مخامخ دي د پاکستان او افغانستان د اړیکو وړاندوینه ګرانه ده خو پاکستان په دې پوه شوی دی چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد باید لاس په کار شي.

د ژغورنې نړيواله کمېټه:

  • د ژغورنې نړیوالې کمېټې(ای ار سي) افغانستان د هغو هېوادو په کتار کې راويستی دی چې له سخت بشري کړکېچ سره د مخامخېدو په حال کې دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په نوملړ کې چې پرون خپور شو د شلو هېوادونو یادونه شوې ده چې په دوه زره درویشتم کال کې د سخت بشري کړکېچ له خطر سره مخامخ دي.

د دې نړیوالې کمېټې په باور افغانستان، سومالیا او ایتوپیا د دې فهرست په سر کې دي.

دا دوه افریقایي هېوادونه د دې لپاره چې په وروستیو لسیزو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي، اقتصادي ثبات هم په‌کې ټکنی دی او افغانستان د افغانانو محتاجۍ له مشکل سره مخامخوي.

پروسږکال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نړیوالې مرستې پر افغانستان بندې شوې چې اوس د نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو په وینا د افغانستان نیمایي خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتو په وینا شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د قحطۍ په درشل کې دي.

XS
SM
MD
LG