د ملګرو ملتونو سرمنشي: له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېریش

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.

ګوټېریش چې پرون یې 'د ښځو د وضعیت کمېسیون' ته وینا کوله وویل، وروستیو کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد او د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس له واضحه پیغامونو سره افغانستان ته سفر کړی و.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد له یوه پلاوي سره په جنوري میاشت کې افغانستان ته تللې وه او له طالبانو سره کتنه کې یې له هغوی غوښتي وو چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي او په نادولتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، هغه غوښتنه چې لا طالبانو نه‌ده منلې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړه: "نجونې او ښځې بنسټیز بشري حقوق لري او موږ به یې د خوندیتوب لپاره هېڅکله له مبارزې لاس ‌وانه‌خلو."

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژونده حذف شوي دي. د ډېرو نورو برخو په ګډون د هغوی جنسي او د زېږون پر مهال حقوق له‌منځه تللي. یو شمېر نورو هېوادونو کې چې نجونې ښوونځیو ته ځي، د اختطاف او جنسي ځورونې له خطر سره مخ دي."

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې. ګوښه کړای شویو ښځو د طالبانو په دې پرېکړه اعتراض کړی و. October 18 2022

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي پر دې هم اندېښنه وښوده چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې هغه پرمختګ چې وروستیو لسیزو کې تر لاسه شوی، د دوی د سترګو پر وړاندې له‌منځه ځي.

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې ورنه کړ.

خو پرون د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله محاهد ازادي راډیو ته ویلي و، دوی د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی لري.

د ښځو د وضعیت کمېسیون غونډې ته خبرو کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس بیا د طالبانو دا ادعا چې ګنې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، تر پوښتنې لاندې راوسته.

هغې وویل، طالبانو هغه ښځې او نجونې چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپل نظر څرګنداوه مشخصې کړي او له دوی ډېرو یې د امنیتي ستونزو له امله افغانستان پرېښی دی.

پرون د بخښنې نړیوال سازمان هم یوه اعلامیه کې د طالبانو په خپلسرو نیونو اندېښنه ښودلې وه.

په دې اړه نور: د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري


د ښځو د وضعیت کمېسیون غونډې د دوه اوونیو لپاره پیل شوې چې ویل کېږي لومړۍ اوونۍ به په کې تر ډېره په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت خبرې او بحثونه وشي.

خو د دې غونډې په څنډه کې یوه بله غونډه چې 'په افغانستان کې د ښځو او نجونو د مساوي ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو هڅونې' تر نامه لاندې جوړه شوې وه، په کې د ښځو د حقونو فعالې فریحې ایثار وویل، افغان ښځې د جنسیت پر بنسټ، له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې وویل: "دا د نه زغم وړ حقیقت دی چې یوې ترهګرې ډلې واک اخیستی او پایله یې دا شوه چې په افغانستان کې قانون او نظم په بشپړ ډول له‌منځه ولاړ شي. مطلق نامنظم حالت، انارشیزم او بې‌قانوني راغلې چې له امله یې ښځې په بشپړه توګه کمزوري شوي او د عدالت غوښتو لپاره هېڅ‌ ځای‌ نه‌شي تلای."

هاخوا تمه ده چې سبا د کابل په وخت د ماښام اووه نیمې بجې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه چې یو مهم بحث به یې د ښځو حال وي، خپل ځانګړی راپور وړاندې کړي.