د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله د 'تورپېکۍ امرخېل' مړینه لویه ضایع وبلل شوه


افغان خبرياله تورپېکۍ امرخېل
افغان خبرياله تورپېکۍ امرخېل

د ایټالیا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو یوه اونۍ وروسته اوس خبر ورکړل شوی چې په دې پیښه کې د افغان خبریالې تورپېکۍ امرخېل په ګډون د هغې د کورنۍ څلور غړي هم مړه شوي دي.

د راپورونو پر اساس په دې پېښه کې د تورپېکۍ امرخېل سربېره د هغې ورېره، د ورېرې مېړه، د ورېرې زوی مړه شوي او دغه راز د ورېرې یوه لور یې لا هم نادرکه ده.

د افغانستان د خبريالانو شورا د مېرمن امرخېل مړينه د افغانستان د رسنيو لپاره يوه ستره ضايعه بللې او له خبريالانو يې غوښتي چې بهر ته د تګ لپاره له قانوني لارو کار واخلي.

د دې شورا مشر حفیظ الله بارکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته محدودیتونو دوی له هېواده وتلو ته اړې کړې دي.

په رواني لحاظ په افغانستان کې ټولې ښځې په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې له وروستيو بدلونونو سره ښځې په ځانګړې ډول د رسنیو کارکوونکې له سختو ستونزو سره مخ دي. کار نه شته. په رواني لحاظ په افغانستان کې ټولې ښځې په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. زه هيله لرم چې نړيواله ټولنه په دې برخه کې پوره پاملرنه او غور وکړي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د تورپېکۍ امرخېل د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو، خو د طالبانو په کنترول کې د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون یو شمېر کارکوونکو د مېرمن امرخېل مړینه تایید کړه.

د یاد تلوېزیون یو ویاند او د تورپېکۍ امرخېل نږدې همکار شېرزي اندړ ازادي راډيو ته وویل: "تورپېکۍ امرخېل د افغانستان د رسنیو یوه تکړه، باتجربه او د ښه غږ لرونکې څېره وه. موږ د هغې ناڅاپي مړینې غمجن کړي یوو. هغه یوه مهربانه، زړه سواندې او په خپل کار کې هڅانده مېرمن وه."

د افغانستان د ملي تلوېزیون پخوانی ویاند نور محمد سالک چې دا مهال په جرمني کې ژوند کوي هم په خپله فېسبوکپاڼه د مېرمن امرخېل د مړینې خبر خپور کړی دی.

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون د ځینو کارکوونکو د معلوماتو له مخې تورپېکۍ امرخېل له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې د دغه تلوېزیون په خبري او نورو تولیدي خپرونو کې کار کړی دی.

په افغانستان کې یوې خبریالې سومن رحمتي د ناقانونه کډوالۍ په اړه د مېرمن امرخېل مړینې ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل چې د ښځینه خبریالانو دا وضعیت په رسنیو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو پایله ده.

دا محدودیت د دې لامل کېږي چې اکثره ښځینه خبریالانې په غیرقانوني او قاچاقي لارو له هېواده ووځي.

رحمتي وویل: "په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته موږ ښځینه خبریالانې ازادي نه لرو. ورځ تر بلې د ښځینه خبریالانو لپاره د کار ساحه محدودېږي. دا محدودیت د دې لامل کېږي چې اکثره ښځینه خبریالانې په غیرقانوني او قاچاقي لارو له هېواده ووځي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې پېښه کې د مېرمن امرخېل او نورو قربانيانو د مړينې په اړه خواشيني څرګنده کړه، خو په رسنيو کې يې د ښځو پر کار د محدوديت ادعاوې رد کړې.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

مجاهد وویل: "موږ په رسنیو کې د ښځو لپاره کوم محدودیت نه وینو. طبیعي ده چې له نارینه سره د مخ کېدلو په صورت کې حجاب باید په پام کې ونیول شي. اوس په رسنیو لکه طلوع، اریانا، شمشاد او راډیوګانو کې ښځې خوندي دي او خپل کار ته دوام ورکوي."

د کډوالو یوه کښتۍ چې ډېری په کې افغانان وو او غوښتل یې په غیرقانوني توګه د ترکیې له ازمیر ښار څخه ایټالیا ته ولاړه شي، د اګست په اتمه د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه افغانان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG