موندنې؛ طالبان د بايومټريک دستګاو په کارولو د مخکني نظام امنيتي سرتېري په نښه کوي

د يو شمېر هغو سرتېرو انځورونه چې د طالبانو له لوري د بايومټرک له لارې په پېژندل شوي دي.

د طالبانو له لوري د مخکني نظام د امنيتي او دفاعي سرتېرو په نښه کول.

د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د څېړنې یا "CID" رئیس بسم‌الله تابان ادعا کوي، چې طالبان په سرحدونو او هوايي ډګرونو کې د بایومټریک دستګاو او د بشري سرچینو د مدیریت سیسټم یا اپس په وسیله د مخکني نظام امنیتي او دفاعي سرتېري په نښه کوي.

د بایومټریک دستګاه او د اپس سیسټم له لارې د ګوتو نښې او د سترګو تصویر اخيستل کېږي او د یوه شخص ټول ثبت شوی هویت ترې معلومېدای شي.

بسم‌الله تابان د هغو کسانو تصویرونه هم په خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي چې د ده له قوله، طالبانو تشخیص کړي چې دوی وړاندې په امنیتي او دفاعي ادارو کې دنده لرله.

د نوموړي په خبره، له بده مرغه د طالبانو له‌خوا انتقام اخيستل لا هم دوام لري.

تابان دا ادعا هم کړې چې، دا تصویرونه خپله د طالبانو د غړو له‌خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

هعه انځورونه چې ښاغلي تابان پر خپله ټوېټرپاڼه خپاره کړي دي.

مخکې له‌دې بیا د ګوښه کړل شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې وه چې، طالبان د بایومټریک په وسیله له خلکو د ګوتې نښې اخلي او که معلومه شي چې په امنیتي او دفاعي ادارو کې یې کار کړی، له ځان سره یې نا معلوم ځای ته لېږدوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

خو مخکې دوی ویلي، چې مشر یې عمومي بښنه اعلان کړې، دوی ورته ژمن دي او په افغانستان کې د هیچا ژوند په خطر کې نه‌دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ پر ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپرېږي، چې طالبانو په ځینو سیمو کې د مخکني جمهوري نظام سرتېري او امنیتي ځواکونه نیولي او بیا یې وژلي دي.

دغه سرتېرو او ځواکونو هم په تېره کې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي.

دوه اوونۍ وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه توټه شوي جسد ویډیو خپره شوه، چې ادعا کېده د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر ستار سیرت ده او طالبانو هغه لومړی نیولی او بیا یې له سختې شکنجې وروسته وژلی دی.

په دې اړه نور: د پخواني پوځيانو د وژنې دوام؛ د تېر نظام د ځانګړې قطعې د سرتېري 'ستار سيرت' د وژنې ادعا شوې

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال دا ادعا رد او ویې ویل، په دې نوم څوک نه‌دی وژل شوی.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش د ۲۰۲۲ د جنون په ۳۰مه په یوه ځانګړي راپور کې وویل، طالبانو او متحدینو یې د اګست د میاشتې د ۱۵مې راهیسې چې په کابل کې واک ته رسېدلي څه باندې ۱۰۰ تنه وژلي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان وو چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه.

خو طالبانو هغه مهال دا راپور هم رد کړ.