د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د پاکستان د پوځ ادعا: د افغانستان له خاورې بريد کې مو درې پوځيان وژل شوي


ارشيف: دوه پاکستاني پوله ساتي پوځيان
ارشيف: دوه پاکستاني پوله ساتي پوځيان

د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان له خاورې په شوي برید کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

په هغه بیان کې چې پوځ خپاره کړی راغلي دي چې وسله والو یاغیانو تېره شپه د درنو وسله په کارولو سره په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر پوسته برید وکړ.

پوځ د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په راتلونکې کې د دې ډول حملو مخه ونیسي.

که څه هم پاکستان بيا بيا ادعا کړې ده چې د افغانستان له خاورې د دوی پر پوځيانو بريدونه تنظميږي، خو د افغانستان د پخواني حکومت لخوا دا ادعاوې رد شوي دي.

سملاسي د طالبانو حکومت د پاکستان يادې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG