راشدخان اوس هم د نړۍ په کچه لومړی نمبر توپ اچونکی دی

د افغانستان کرکټ د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان

د افغانستان کرکټ د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې درجه بندۍ کې لا هم په لومړي مقام کې دی.

خان چې ډېره موده دا مقام له لاسه ورکړی و، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو تر ټولو توپ اچونکو مخکښ دی.

د نوموړي د درجه بندۍ نومرې ۶۹۸ دي او د سریلانکا له توپ اچونکي وانیندو هسرنګا څخه یې یوازې درې نومرې زیاتې دي.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان بل ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن بیا په اتم مقام کې ځای لري.

د یادونې وړ ده چې راشدخان اوسمهال د نړۍ په کچه دویم نمبر توپ اچونکی دی چې په شل اورونو کې یې ۵۰۰ ویکټې اخستې دي.