د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د سویلي افریقا لیګ؛ راشدخان په خپله لوبډلمشرۍ کې لومړۍ لوبه وګټله


د سویلي افریقا د سوداګریزو سیالیو په لومړۍ ورځ د راشدخان په لوبډلمشرۍ د ممبي کېپ ټاون لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د پارل راویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

رایلز لوبډلې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.

د کېپ ټاون په توپ اچونکو کې جوفرا ارچر ښه وځلید، هغه تر دوه کلن ځنډ وروسته یو وار بیا ښه پیل وکړ، په ۴ اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان په دې لوبه کې ۴ اورونه وکړل، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو د ویکټې په اخستلو ونه توانید.

د رایلز لوبډلې لپاره جاس بټلر نیمه سلیزه ووهله.

د کېپ ټاون لوبډلې په شپاړلسم اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ.

د دوی لپاره ځوان افریقايي لوبغاړي ډيولډ برېویس ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا په سوداګریزو شل اوریزو سیالیو کې د راشدخان دویم ځل لوبډلمشري ده چې پرله‌پسې لوبې ګټي، هغه د هند غوره لیګ په یوه سیالۍ کې د لوبډلمشر نه لوبیدو له امله د ګجرات ټایټانز مشري کړې وه او لوبه یې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG