پامپیو: اشرف غني د سولې خبرې نه غوښتې؛ صالح: غني واقعي سوله غوښته

ارشیف: د عکس ښي لور ته د افغانستان مخکېنی جمهور رییس​​​​​​​ محمد اشرف غني او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو

داسې مهال چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو ویلي، د افغانستان مخکېني جمهور رییس محمد اشرف غني سوله نه غوښته، خو د غني مخکېن مرستیال امرالله صالح وايي، محمد اشرف غني واقعي سوله غوښته.

د افغانستان مخکېني مرستیال جمهور رییس امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پومپيو هغه څرګندونو ته تُند غبرګون ښودلی چې ویلي یې و، مخکېني جمهور رییس محمد اشرف غني سوله نه غوښتنه او انتخابات یې هم غلا کړي وو.

پومپیو د امریکا د شیکاګو پوهنتون د سیاست انسټېټیوټ کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا رښتیا ده له محمد اشرف غني غوښتي و چې واک دې پرېږدي وویل: "زه له جمهور رییس غني ډېر په تنګ شوی وم. دا دې لامل شو چې موږ ګام پورته کړو او ټول افغانان د خبرو مېز ته حاضر کړو. دا هغه څه و چې جمهور رییس اوباما یې هڅه کړې وه، که څه هم له دې وړاندې خبرې وې او بالاخره موږ ورته ورسېدو، خو جمهور رییس غني یې مخالف او نه یې غوښتل چې دا کار وکړي."

مایک پومپیو ښاغلی دغه‌راز ادعا وکړه چې محمد اشرف غني انتخابات غلا کړل، په وینا یې لږ څه له هغه ډېر چې سیال‌یې رأیې غلا کړې وې. هغه انتخابات چې پر بنسټ د جوړېدونکي حکومت د لوړې په مراسمو کې د امریکا لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

خو په تېر جمهوري نظام کې د جمهور رییس مرستیال امرالله صالح د مایک پومپیو دا څرګندونې بې‌ بنسټه کیسې بللي.

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "جمهور رییس غني غوښتل واقعي سوله راشي، خو د امریکا پرېکړه په پټه راولپنډۍ ته د افغانستان سپارل و، څو د دوی په خبره د اوکراین لویې جګړې ته چمتو شي."

په تېر جمهوري نظام کې د جمهور رییس مرستیال امرالله صالح

صالح زیاته کړې، د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یې یوولس دلایل وړاندې کړل چې افغانستان د ده په خبره، پاکستان او ترهګرو ته سپارۍ او دا سوله نه راولي.

نوموړي دا هم لیکلي چې د دوی اندېښنو ته د مایک پومپیو ځواب یوازې دومره ساده و چې ویې ویل، 'د دوحې هوکړه به ۱۵ ورځې وځنډوي، څو تاسې خپل پلویان را ټول کړئ.'

د پومپیو څرګندونو ته خپله د افغانستان مخکېني جمهور رییس محمد اشرف غني کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو له دې وړاندې یې خپلو مرکو کې په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون د جمهوري نظام د سقوط یو لوی لامل بللی دی.

غني همدا ډول د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د مایک پومپیو په حضور کې د دوحې تړون لاس‌لیک کړ، د افغانستان د سولې په برخه کې په دوه مخي سیاست تورن کړی.

خو زلمي خلیلزاد بیا رسنیو سره خبرو کې د افغانستان د اوسني وضعیت لامل له افغانستان د ښاغلي غني وتل بللي دي چې د ده په خبره، سولې ته د رسېدو چانس یې له‌منځه یوړ.

د مخکېني جمهور رییس محمد اشرف غني په واکمنۍ کې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د افغانستان له بېلابېلو قشرونو یو مرکچي پلاوی هم ټاکل شوی و چې دوحه کې یې له طالبانو سره څو پړاوه خبرې هم وکړې.

له طالبانو سره د سولې خبرو د بریا لپاره د امریکا په غوښتنه مخکېني جمهوري نظام د انس حقاني، مالي خان او نورو مهمو طالب مشرانو په ګډون نږدې ۶۰۰۰ طالب زندانیان هم له بنده ازاد کړل.

خو له دې ټولو سره سره، طالبانو د سولې هوکړه یوازې امریکا سره وکړه او له افغان حکومت سره یې جګړې ته دوام ورکړ.