د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

نېشنل انټرسټ: امریکا د افغانستان د سقوط لامل نه وه


د کابل هوايي ډګر یو انځور - August 31, 2021
د کابل هوايي ډګر یو انځور - August 31, 2021

نېشنل انټرسټ:

'امریکا د افغانستان د سقوط لامل نه وه' دا نېشنل انټرسټ خپرونې د یوې مقالې سرلیک دی.

په مقاله کې راغلي، دا خپله افغانان دي چې د نظام د سقوط او د اوسني حکومت د رامنځته کولو پړه ور له غاړې ده.

مقاله کې راغلي، د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک کړه او له همدې هوکړې وروسته په اتلسو میاشتو کې پخوانی جمهوري نظام سقوط شو.

لیکوال ویلي، دا خبره د توجیه وړ نه ده چې خلک خلیلزاد یا د امریکا حکومت د افغانستان د پخواني نظام د سقوط لامل بولي.

د مقالې لیکوال پخواني جنګسالارن او په حکومت کې دوه تابعیته چارواکي د نظام د سقوط لامل بولي او د دې خبرې لپاره یې دا استدلال کړی چې دغه ډله کسان له سقوط مخکې له افغانستانه وتلي وو.

وړاندې راغلي، د افغانستان د نظام سقوط ناڅاپي نه و، بلکې بهیر یې هغه وخت پیل شو چې د امریکا په ملاتړي حکومت کې همدا پخواني جګړه ماران واک ته ورسېدل.

پخوا تر دې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د سرتېرو د ایستلو دفاع کړې، سره له دې چې ګڼو لوېدیځو ډيپلوماتانو د امریکایي سرتېرو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي دي.

ګارډين:

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې د سکرو د یوه کان دننه د کارکونکو د انځورونو یو البوم خپور کړی دی.

په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې کم عمره ماشومان هم دغلته د کانونو پر کېندنه بوخت دي او د غرو له څوکو سکاره پر خرو راښکته کوي او یو ځای کې یې کوټه کوي.

د کان ټول کارکوونکي سر تر پښو په سکرو تور شوي او د بې وزلۍ نښې نښانې یې له ورایه پر مخ کې ښکاري.

ګارډین لیکلي، د سکرو د کیندنې کار کله نا کله خطرناک او ان وژونکی دی، ځکه وخت نا وخت د کانونو د سمڅو خولې بندېږي او دننه په کې کارګر بند پاتې کېږي.

د انځورونو په ډله کې یو تنکی ځوان هم ښکاري چې له غره ښوېدلی، پر مخ یې وینې بهېږي او د کان نور کارکوونکي د هغه پر ټپونو پټۍ ږدي.

د همدې غره په لمنه کې یو بل په سکرو تور ماشوم هلک ښکاري چې په درېیو خرو یې سکاره بار کړي او دی له شا پسې روان دی.

سکاره هر کال د ژمي له را رسېدو سره په افغانستان کې ارزښت پیدا کوي، ځکه چې ډېری خلک پرې خپل کورونه تودوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته د سکرو صادرات زیات شول او له همدې کبله د افغانستان په بازارونو کې سږ کال د سکرو بیه هم د پخوانیو کلونو پرتله ختلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG