د 'کرسمس' له جشن وروسته روسيې پر اوکراين بريدونو ته زور ورکړی

د اوکراين او روسيې جګړه

اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسې پوځ پرون بیاهم د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د توغندیو حملې وکړې.

چارواکو په دې ډله کې د زاپوريژیا، د دنیپروفسک د یوه کلي او په دونباس کې د کراماتورسک او کوستیانتي نیفسکا نومونه یاد کړی دي.

په جنوبي سیمه خرسون کې هم د اوکراین د پوځ یوه مسوول مسکو تورن کړی دی چې د ښار پر یوې برخې د برید په ترڅ کې یې له اوراچوونکو مهماتو څخه کار اخیستی دی.

د اوکراین پر ښارونو د روسي ځواکونو راکټي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې اوتودوکس کلیسا د جنوري په اوومه د کرسمس جشن ولمانځه.

روسان او د اوکراین ډېری خلک د کرسمس مذهبي جشن په دې ورځ لمانځي.

په عین حال کې د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا مالیار ویلي، چې په دونباس کې د ځمکنۍ جګړې په ډګر کې وضعیت لاهم کړکېچن دی.

دونباس د دونېڅک او لوهانسک د سیمو مجموعه ده چې چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین د ادعا له‌مخې د روسیې له قلمرو سره ضمیمه شوې ده.

د اوکراين او روسيې جګړه

څارونکي په دې باور دي چې پر دونباس بشپړه ولکه د جګړې په اوسني پړاو کې د پوتین اصلي لومړیتوب دی.

مېرمن مالیار پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې روسي ځواکونو د دونېڅک په سولېدار ښارګوټي کې چې د بخموت په ۲۰ کلیومترۍ کې پروت دی یوڅه پرمختګ کړی دی.

دا هماغه ځای دی چې خورا درنې جګړې په‌کې روانې دي.

د اوکراین د دفاع وزارت د مرستیالې په وینا روسیې د سولېدار پر جګړه په دې هدف د پام وړ تمرکز کړی چې د دونېڅک څنډو ته ورسېږي او هڅه یې دا ده چې یوڅه سیمې ونیسي څو د تبلیغاتو لپاره کار ترې واخلي.

په دې اړه نور: د اوربند د یو اړخیزې غوښتنې سره سره اوکراین کې جګړې دوام درلود

مېرمن مالیار وايي، په سولېدار کې وضعیت اوس مهال ډېر کړکېچن دی.

پر اوکراین د روسیې د یرغل نژدې یوولسمه میاشت ده.

کییف ادعا کوي چې مسکو په راروانو اونیو کې د عملیاتو یوه نوي پړاو ته تیاري نیسي.

د لوېدیځو هېوادونو پوځي څارونکي په دې باور دي چې اوکراین د روسیې یرغل په شا تمبولی او ځینې له لاسه تللې سیمې یې بېرته نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې متحدوایالتونو او د ناټو نورو متحدانو تېره اوونۍ له اوکراین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې خو کییف وايي چې نورو مرستو ته هم اړتیا لري.