کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو وضعیت دردوونکی وباله

د کراچۍ په زندان کې بندي افغان کډوال

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي، د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو وضعیت دردوونکی وباله.

ښاغلي کرزي پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې له دغو افغان بندیانو سره د پاکستان د حکومت کردار ناوړه او د ارزښتونو خلاف عمل دی.

هغه یو وار بیا د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره د بشري حقونو له نړیوالو موازینو او اصولو سره سم چلند وکړي.

د پاکستان د سند ایالت په ځانګړي ډول د کراچۍ په زندانونو کې د بندي شویو افغان کډوالو وضعیت ناوړه بلل شوی دی.

ویل شوي، د دوی شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ ته رسېږي، چې ۳۰۰ په کې ماشومان دي او د غیرقانوني استوګنې په تور نیول شوي دي.