​​​​​​​د بښنې نړيوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې د طالبانو په لاس د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستانه وتلي او نورو هېوادونو ته د تللو انتظار کوي.

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د هغه افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي او په بد وضیعت کې دي.

په پېښور کې مخکينی افغان قونسل عبدالحمید جلیلي وايي چې، یوازې د کراچۍ په زندان کې ۱۷۸۰ افغانان زنداني دي، چې تر ټولو کم عمره زنداني یې یو درې مياشتنی افغان ماشوم دی.

ښاغلي جلیلي د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې په دې زندانیانو کې چې ښځنیه او نارینه هم په‌کې شته، ځینې د ډېر عمر لرونکي کسان یې ان سختۍ ناروغۍ هم لري.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته هغه افغانان چې پاکستان ته تللي له بد حالته شکایت کوي.

دوی وايي، ویزې یې ختمې شوي او د پاکستان پولیس یې ځوروي، ان تر دې چې بندیانوي هم.

د پاکستان حکومت افغان مهاجرینو لپاره د ژوند شرایط سخته کړي دي

سپوږمۍ ماني چې له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې پاکستان ته تللې او پنځه میاشتې وړاندې یې ویزه ختمه شوې، ازادي راډیو ته وویل، په سختو شرایطو کې له ګڼو محدیتونو سره ژوند کوي.

نوموړې وايي: "پنځه میاشتې کېږي چې زما ویزه په پاکستان کې ختمه شوې ده، د پاکستان حکومت افغان مهاجرینو لپاره د ژوند شرایط سخته کړي دي، دوی ویلي هغه مهاجرین چې د ویزې وخت‌ یې ختم دی که د روانې میلادي میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې له دغه هېواد نه ونه‌وځي ممکن په درې کاله بند محکوم شي او یا یې هم بېرته افغانستان ته ولېږي چې دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده."

پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

ساحل مهربان هم له ورته حالت سره مخ دی او په پاکستان کې د ورغلو افغانانو ژوند له ستونزو ډک بولي.

هغه ازادي راډيو ته وویل، د روانې میلادي میاشتې تر پایه دوی ته مهلت ورکړل شوی چې خپل اسناد قانوني کړي.

افغانان نیول کېږي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه‌لري له هغوي پیسې اخیستل کېږي.

ښاغلی مهربان وايي: "له کومې ورځې چې پاکستان حکومت افغان کډوالو لپاره مهلت ټاکلی له همغې ورځې راهیسې د پاکستان په ځینو سیمو کې له افغانانو سره ناوړه چلند کېږي، افغانان نیول کېږي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه‌لري له هغوي پیسې اخیستل کېږي، خو اندېښنه دا ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه که دغه افغانان قانوني اسناد ترلاسه نه‌کړي، د دې وېره شته چې دوی د پاکستان په تور لېست کې شامل شي تر څو بیا پاکستان ته رانه‌شي."

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان هم په دغه هېواد کې د افغانانو په وړاندې د جدي ستونزو خبره کړې.

د دې سازمان مشرې اګنس کالامارد په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هغو افغانانو وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده چې پاکستان ته کډوال شوي دي.

مېرمن کالامارد په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته ویلي دي، افغانان که په پاکستان کې ویزه لري که یې نه‌لري د تبعیض او د بیان د ازادۍ د محدویت په ګډون له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

نوموړې په دې لیک کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړيوال سازمان دا اندېښنه داسې مهال ښیي چې افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت له‌خوا د سخت چلند راپورونه ورکول کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۱۰مه د یوې خبرپاڼې له‌مخې ویلي و هغو بهرنیانو ته د وتلو اجازه ورکوي چې د ویزې له ختمېدلو وروسته په پاکستان کې اوسېږي، ګنې ان په درې کلونو بند به هم محکوم شي.

په دې خبرپاڼه کې څه هم هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو دا خبرپاڼه په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې وه.