مټسولا: د افغان ښځو حقونه ګواښ سره مخ او راتلونکی یې ناڅرګند دی

د اروپايي پارلمان مشره روبرټا مټسولا

د اروپايي پارلمان مشره روبرټا مټسولا وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه ورځ تر بلې له ګواښ سره مخ دي او راتلونکی یې هم ناڅرګند دی.

د اروپايي پارلمان مشره وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو ژوند په ټپه ولاړ دی.

روبرټا مټسولا پرون د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې په پرانېسته کې ویلي، د کابل له سقوط ۱۵ میاشتې وروسته، ښځې مخ په زیاتېدونکي توګه له ټولنیزو او عامه چارو ویستل کېږي او عمومي ځایونو ته یې د تلو مخه نیول کېږي.

نوموړې په افغانستان کې د نجونو منځنیو ښوونځیو بندېدو ته هم اشاره کړې او زیاتوي، طالبان هڅه کوي چې ښځې وروسته پاتې وي.

روبرټا مټسولا وویل: "د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره له ژمنو سره سره، د کلونو پرمختګ شا ته روان دی. د اروپا پارلمان د افغانستان خلکو ته ژمن دی، نه پر هغوی واکمن شویو ته. طالبان غواړي چې ښځې وروسته پاتې وي، خو موږ غواړو چې هغوی پرمختګ وکړي څو چې په ټولنه کې خپل مناسب ځای تر لاس نه کړي. موږ به یې د غږ پورته کولو ته دوام ورکړو."

د اروپايي پارلمان مشره وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه ورځ تر بلې له ګواښ سره مخ دي او راتلونکی یې هم ناڅرګند دی.

خو طالبان بیا دا خبره نه مني او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې داسې څه نه‌شته چې وښيي د چا حق نقض شوی وي.

ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وايي: "د اسلامي امارت له‌خوا هڅه روانه ده چې په کومو برخو کې رسېده‌ګي نه‌ده شوې، رسېده‌ګي وشي. بل دا چې د هېواد قوانین عملي کول او یا هم اسلامي قوانین عملي کول د چا د حقونو نقض نه‌دی. "

طالب چارواکي داسې مهال د قوانینو د عملي کېدو خبره کوي چې تر اوسه یې د خپل اوسني رژیم لپاره هیڅ ډول قانون نه‌دی اعلان کړی.

تر خوا یې طالبانو د ښځو د حقونو هغه فعالانې هم نیولي چې د قانون‌پوهانو له انده، په مشروع ډول یې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړی.

له دې فعالانو ظریفه یعقوبي، د هغې خور او عالیه عزیزي په ګډون یو شمېر یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیري کرن ډیکر په هم په خپله ټویټرپاڼه یو ځل بیا د طالبانو له بنده د ظریفي یعقوبي او د هغې د همکارانو د ازادېدو غوښتنه وکړه او وايي، هغه ښځې چې د خپلو حقونو په اړه غږ پورته کوي، افغانستان ته زیان نه رسوي، بلکې بر عکس خپل‌سرې نېونې د افغانستان ثبات ته زیان رسوي او په هیڅ‌ډول سو‌له‌ییز عمل نه‌دی.

په ورته وخت د ښځو د حقونو یوه فعاله چې اوس هم افغانستان کې ده او نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د خبرو پر ځای د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغې وویل: "اوس په افغانستان کې نجوني حق نه‌لري چې تعلیم وکړي، له خپلې کورنۍ سره د ګرځېدو او سفر حق نه‌لري، د ښو خدماتو د غوښتنې حق نه‌لري. تاسې مکلف یاست چې خلکو سره مرسته وکړئ."

د طالبانو اوسنی رژیم داسې مهال د نجونو او ښځو د حقونو په نقض تورن دی چې دوی د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه په کور دننه او نړیواله کچه غوښتنې نه یوازې دا چې په پام کې نه‌دي نیولي، بلکې ورځ تر بلې په ښځو محدودیتونه لا زیاتوي.

له نوي بندیزونه یې ښاري حمامونو، تفریحي پارکونو او لوبغالو ته د ښځو د ورتګ مخنیوی د یادونې دي.