اروپايي شورا او ازبکستان: افغانستان دې بیا نړۍ ته په ګواښ نه بدلېږي

ارشیف: د طالبانو غړي

د ازبکستان ولسمشر او د اروپايي شورا رییس سره پرون د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې باید یوځل بیا سیمې او نړۍ ته په یوه ګواښ بدل نه شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف پرون د لړم ۶مه د اروپايي کمېسیون د رییس شارل میشل کوربه و، چې په بحثونو کې یې پر نورو مسایلو سربېره یوه مهمه موضوع د افغانستان حالات و.

د اروپايي شورا د یوه بیان له مخې دواړو مشرانو د افغانستان د بشري وضعیت، په دې اړه چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره په یوه ګواښ بدل نه شي، د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو، او همداراز د بشري حقونو، په تېره د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

دواړو خواوو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ژمي په درشل کې د افغانستان بشري وضعیت یوه لویه اندېښنه ده او باید د دې هېواد خلکو ته بشري مرستې چمتو شي.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د راپور له مخې په افغانستان کې نږدې شل میلیون وګړي له غذايي امنیت څخه بې برخې دي او د ژمي په درشل کې په دې اړه اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

د اعلامیې له مخې میرضیایف او میشل دواړو ټینګار وکړ چې افغانستان باید یوځل بیا د تروریزم په یوه سرچینه چې سیمې او نړۍ ته ګواښ وکړي بدل نه شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر ویلي دي چې د ده هېواد د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځته کولو نوښت په لاس کې اخیستی دی.

ګډه اعلامیه زیاتوي چې میشل او میرضیایف د داسې پراخ او هر اړخیز سیاسي بهیر د رامنځ ته کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې بشري حقونه، په تېره د ښځو حقونه خوندي کړي.

د نړیوالې ټولنې له پرله پسې ټینګار سره سره طالبانو تراوسه بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې د نړیوالو غوښتنې له پامه غورځولې دي او همدا د دې سبب شوی چې د سیمې او نړۍ هېڅ یوه هېواد هم تراوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ازبکستان له ولسمشر سره د اروپايي شورا د مشر د خبرو یوه بله موضوع له ترمز څخه تر مزارشریف، کابل او پېښور پورې د اورګاډي د پټلۍ پروژه وه چې د ګډې اعلامیې له مخې د دواړو خواوو ټینګار دا و، چې دا پروژه سیمه ایز اتصال پراخولی شي او د څو هېوادونو وګړي ګټه ترې اخیستلای شي.

د اورګاډي پټلۍ

د ازبکستان چارواکو د روان هجري لمریز کال په سر کې په دې هېواد کې دننه پر دې لویې پروژې د کار د پیل خبر ورکړ.

د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ پروژه د اټکل له مخې د پنځه میلیارد ډالرو په لګښت رغول کېږي.