دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د روان میلادي کال له پیله په دې برخه کې قربانیان زیات شوي چې ۸۵ سلنه یې ملکي وکړي دي.
د قدوس چې کیڼ لاس او پښه فلج دي ازادي راډيو ته وویل، پنځه کاله وړاندې انګليسي کورس ته پر لاره د یو پخواني ماین د چاودنې له امله سخت ټپي شو.
د خوست ولایت د نادر شاه ګوټ ولسوالۍ اوسیدونکی قدوس چې ۳۰ کاله یې عمر دی وايي، ماین د تېرو وختونو نه دلته پاتې شوی و.
د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یې د بدن کیڼ برخه سر، لاس او پښه سخت ټپي شوه چې په لومړیو کې ډاکټرانو ورته د ښه کېدو ویلي و خو وروسته یې پایله دا شوه چې د بدن یو خوا یې فلج شوه.
"انګلیسي کورس ته په لاره روان وم چې دغه چاودنه راباندې وشوه"
نوموړی وايي: "انګلیسي کورس ته په لاره روان وم چې دغه چاودنه راباندې وشوه، هیله مې دا ده چې پوهنتون د ویلو لپاره پیسې پيدا کړم، کمپیوټر واخلم، واده وکړم ددې لپاره چې لیاقت لرم الحمدالله، په انګليسي، اوردو، فارسي او پښتو خبرې کولای شم خو د ناچارۍ او دا چې فلج یم داسې پاتې یم."
قدوس په معیوب ځان اوس مهال د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د انجینرۍ پوهنځې دریم کال محصل دی.
خو دا یوازې قدوس نهدی ښايي د ده په څېر په زرګونه نور کسان هم وي چې له ورته او یا هم له دې سخت حالت سره مخ وي.
له بلې خوا بیا د سره صلیب نړېوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې ماینونو او ناچاودلې وسلو شتون ته جدي اندېښنه ښودلې.
دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله تر ۹۰۰ ډېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې په دې کې ۴۰ سلنه ماشومان دي.
Mines and explosive ordnance in #Afghanistan pose a serious threat to the people. Since January, we are seeing an increase in injuries & deaths caused by these weapons. Most of the victims are children. Clearing these weapons is essential to keep everyone safe. pic.twitter.com/C9A8N55ot5
— ICRC Afghanistan (@ICRC_af) October 13, 2022
یادې کمېټې وړاندې لیکلي چې په وړاندې شویو شمېرو کې د سلنې په اساس په ټولیز ډول ۸۵ سلنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغې کمېټې په افغانستان کې ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو لپاره جدي ګواښ یاد کړی او ویلي دي چې، د جنورۍ راهیسې د دې وسلو له امله د ټپیانو او مړینو په برخه کې زیاتوالی راغلی.
د سره صلیب نړېوالې کمېټې (ICRC) په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې او په ټینګار سره ویلي چې، د خلکو خوندیتوب په دې برخه کې اړین دی.
له دې وړاندې بیا په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د کافي بودیجې نشتوالي په اړه هم اندېښنې مطرح شوې وې.
ازادي راډیو درې میاشتو وړاندې په یو راپور کې له رويټرز خبري اژانس له قوله لیکلي و، د طالبانو د حکومت د ماین پاکۍ اړوندې ادارې چارواکو دغه اژانس ته ویلي و چې، خپله درې میلیونه ډالرهبودیجه یې له لاسه ورکړې او مجبوره شوي چې ۱۲۰ تنه کارکوونکي ځواب کړي.
رویټرز هغه مهال لیکلي و د بودیجې نشتوالی د یوه هېواد لپاره چې څلوېښت کاله یې جګړه تېره کړې او په ماینونو پوښلی خورا ګران پرېوځي.
د همدغه اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د کډوالو شورا یوه له هغو بشرپالو ادارو ده چې په افغانستان د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی مخته وړي او د ماین پاکۍ اړوندو ادارو سره همکاري کوي.
د دې شورا سکرتر جنرالې (شارلوت سلینټې) ویلي و، ماینونو او ناچاوده توکو افغانانو ته لوی ګواښ پېښ کړی.
له دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف سږ کال مارچ کې اعلان کړی و چې، په اوه میاشتو کې درې سوه ماشومان د ماین په چاودنو کې یا وژل شوي یا یې لاس او پښې پرې شوي.