د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

کابل کې د مځكنيو ماينونو په اړه د نظارت كلنی راپور خپور شو


د پنجشنبي په ورځ په افغانستان كې د ځمكنيو ماينونو په اړه د نظارت كلنۍ راپور خپور شو. دغه راپور هر كال د نړۍ په ۷۰ هېوادونو كې د دغو هېوادونو په مورنيو ژبو د نوامبر په مياشت كې خپريږي.

د دغي راپور له مخې اوس مهال هم په افغانستان كې د ځمكنيو ماينونو موجودیت يو جدي ګواښ ګڼل كيږي.

دغه راپور، چې يوې نړيوالې كمپنۍ او د السو په نامه له ماينونو څخه د اغيزمنو افغانانو موسسې خپور كړی دا ښيي، چې افغانستان د هغو ۲۵ هېوادونو څخه دی، چي د ماينونو ډير قربانيان په كې شته.

له ماينونو څخه د اغيزمنو افغانانو يا د السو د موسسې يوه مسوول سليمان اميني وويل، چې هره مياشت په افغانستان كې ۵۰ كسه د ماينونو له امله يا ټپي كيږي او يا خپل ژوند له لاسه وركوي.

"د ۲۰۰۸ ميلادي كال د مې له مياشتې نه د ۲۰۰۹ كال د مې تر مياشتې پورې زمونږ راټول شوي معلومات ښيي، چي هره مياشت د هېواد په بېلابېلو برخو كې ۵۰ كسه د ماينونو او نا چاوديدونكو موادو د چاودنې له امله زيانمنيږي."


بل خوا د ماينونو د مبارزې په برخه كې د انديكپ د موسسې يوه چارواكي اوليا مايار وويل، چي ۲۰ كاله پخوا ديوې احصايي له مخې په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال له ۲۰ مليونو څخه زيات ماينونه ښخ شوي وه، چې ۲ پر ۳ برخې يې په شلو كلونو كې پاك شوي دي.

هغه وويل، د يوې سروې له مخې، چې د ۲۰۰۹ ميلادي كال د مارچ په مياشت كې شوې ۵۶۱۱ ساحې په ۴۵۶ كيلومتر مربع مساحت كې، چې ۲۰۱۸ د استوګنې سيمې په كې شاملې دي په ځمكنيو ماينونو ككړي سيمې ګڼل كيږي.

د مايار په وينا اوس مهال د هېواد جنوب لويديځ او جنوب ختيځې سيمې تر نور په ماينونو ككړي سيمي دي، چې د خلكو ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.

ښاغلي مايار وويل، چې د نړيوالو تړونونو له مخې بايد افغانستان تر ۲۰۱۳ كال پورې له ځمكنيو ماينونو په پوره توګه پاك شي، خو امنيتي ستونزي په دې لار كې ستر خنډ دی:

"اوس ګورو هغه سيمې، چي ولسواليو، كليو او ښارونو ته نږدې دي پاكې شوي، هغه سيمې، چي پاتې له امنيتي پلوه ورته لاس رسي مشكله ده.

اوس مهال په هېواد کې له ۶۰ زرو زیات معیوبین شتون لري


په پوره باور ويلی شم، چي د جنوري له مياشتې راپه دېخوا په خپله ماين پاكان له ۱۵ څخه له زياتو پېښو سره مخ شوي اكثره اورو، چې پرې د دولت مخالفان حملې كوي د ماين پاكونكو وسايط ضبطوي نو دا به ستونزمنه وي، چې ووايو افغانستان به تر ۲۰۱۳ كال پورې له ماينونو بيخې پاك شي."

ويل كيږي، چې اوس مهال په افغانستان كې له ۶۰ زرو څخه زياتو ملكي افغانانو، چې په كې ماشومان او ميرمنې هم شته خپل د بدن غړي د ماينونو د چاودنې له امله له لاسه وركړي دي.

اوس هم له ۶۰۰ كيلو مترو څخه په زياتې ځمكې كې له جګړو پاتې شوي ماينونه د خلكو لپاره ګواښ گڼل كيږي د ځمكنيو ماينونو د نظارت د كلني راپور جوړونكي پر افغان دولت غږ كوي، چي د ماينونو په اړه په نړيوالو كنفرانسونو كې دې ګډون وكړي او هغه ميثاق دې تصويب كړي، چې د خوشه يي ماينونو د بنديز په اړه يې لاسليك كړی دي.
XS
SM
MD
LG