د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

په كابل كې د ماين پاكۍ نړېواله ورځ ولمانځل شوه


د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د دفتر يا يوان ميكه مشر ډاكټر محمد حيدر رضا
د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د دفتر يا يوان ميكه مشر ډاكټر محمد حيدر رضا

په افغانستان كې د ماين پاكۍ په برخه كې د ملګروملتونو دفتر يا يو ان مكه د ماين د نړېوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو كې په يوشمېر كوچنيو ماشومانو باندې د ماين ضررونه په ديوالونو باندې د يوشمېر رسمونو په ترڅ كې روښانه كړل.

د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د دفتر يا يوان ميكه مشر ډاكټر محمد حيدر رضا د يكشنبې په ورځ، چې د اپريل څلورمه نېټه يا د ماين نړېواله ورځ ده وويل، چې دغو كوچنيانو په خپلو رسمونو كې د ماين د ضررونو په برخه كې يوشمېر كليدي ځانګړي پيغامونه درلودل:

"نن چې موږ كوم پروګرام لرو تاسو ويني، چې زموږ ګران كوچنيان زموږ د دفتر په ديوالونو باندې يو شمېر رسمونه كاږلي دي، چې په دغو رسمونو كې د ماين په اړه د عامه پوهاوي په برخه كې روښانه پيغامونه دي.

په دغو رسمونو كې ډير جدي پيغامونه انځور كړاي شوي دي."


د دغو ماشومانو له ډلې څخه يوه تن يې ازادۍ راډيو ته د ماين د ګواښ په اړه وويل، چې كه اوس هم په افغانستان كې نور ماينونه وكرل شي او پخواني ماينونه له منځه ولاړ نه شي نو په زياتو ليرو پرتو سيمو كې به كوچنيان د ماينونو د ويرې له امله له زده كړو هم بې برخې پاتې شي.

د ملګروملتونو د ماين پاكۍ د دفتر چارواكي وايي، چې په افغانستان كې دوه په درې برخه ماينونه پاك شوي دي او لا هم يوه په درې برخه، چې تقريبا ۶۰۰ كيلومټره مربع ساحه كې له ماينونو څخه ډكه پاتې او په افغانستان كې د ماين پاكى دفترونه هيله څرګندوي، چې دغه پاتې ساحه به هم څومره ژر چې امكان ولري له ماينونو څخه پاكه كړي.

نوموړي دا هم وويل، چې په افغانستان كې د ماينونو او نور چاوديونكو موادو د چاودنو په ترڅ كې هره مياشت تقريبا ۴۰ كسان قرباني كيږي چې تر ۹۰فيصدو زيات يې ملكي وګړي دي.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG