بايډن: پوتين پر اوکراين د بريد په اړه يو مخ ناسم اټکل کړی و

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بايډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د روسیې د برید په اړه یو مخ ناسم اټکل کړی و.

جو بایډن ويلي چې، د دې سربېره دی په دې باوري نه‌دی چې مسکو به د وروستیو څنګزنو ګواښونو سره سره د خپل ګاونډي پر ضد تاکتیکي اټومي وسلې استعمال کړي.

ولسمشر بایډن دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د اوکراین پر ښارونو له دوو ورځو پرله‌پسې خونړیو بمباریو وروسته چې د دې هېواد پر ملکیانو او د انرژي پر تاسیساتو شوې دي له لوېدیځ څخه غوښتې دي چې سمدستي نور هوایي دفاعي سیستمونه اوکراین ته ورکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن سي این این ټلوېزیون ته په مرکه کې د سې شنبې په ورځ وویل چې پوتین داسې باور لري چې منطقي لاره یې خپله کړې ده خو د ده اهداف په اوکراین کې منطقي نه‌دي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې روسيې پر اوکراين بريدونه ډېر کړي دي.

په وروستیو اوونیو کې روسیې د اوکراین څلور سیمې د یوې غیرقانوني ټولپوښتنې تر ترسره کولو وروسته له خپلې خاورې سره یو ځای کړې، په لکونو اوکراینیان یې مجبوره کړل چې روسیې ته ولېږدي او بیا بیا یې په لوړ غږ د اټومي وسلو د استعمال خبره وکړه چې په لویدیځ کې یې د خبرداري زنګ وشرنګاوه.

مسکو د کریمیا او روسیې ترمنځ په جوړ شوي پله باندې د اوونۍ په پيل کې تر چاودنې وروسته د غچ اخیستو لپاره د اوکراین د پلازمېنې کییف په ګډون پر یو شمېر ښارونو بمباري وکړه او تازه یې د اوکراین پر یو شمېر ښارونو د توغندیو بریدونه کړې دي.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي پرون د نړۍ د اوو ستروصنعتي هېوادو د مشرانو غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله وینا کې وویل، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو پر اوکراین د روسیې د بمبارۍ له امله لږ تر لږه نولس کسان وژل شوي او د اوکراین د انرژۍ مرکزونه په نښه شوې دي.

په دې اړه نور: د نړۍ له ۷ لويو صنعتي هېوادونو د زلنسکي غوښتنه: روسيه منزوي کړئ

زلنسکي د نړۍ له جي اووه هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د انرژي په سکتور دې نور بندیزونه ولګوي چې دغه هېواد ته له اقتصادي او سیاسي پلوه سزا ورکړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، مسکو د اوکراین د جګړې په اړه له لوېدیځ سره خبرو ته چمتو دی، خو تر اوسه یې د خبرو اترو کوم جدي وړاندیز نه‌دی ترلاسه کړی.