د کابل ځينې اوسېدونکي: جنایي پېښې زیاتې شوې دي

کابل کې د طالبانو غړي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په وروستیو کې د جنايي پېښو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاو له زیاتېدو شکایت کوي.

احمد چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، د شنبې ورځې په سهار یې هغه مهال غلو تیلفون او پیسې واخیستې چې په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې خپل کورس ته روان و.

احمد ازادي راډیو ته وویل: "زه تېره ورځ د سهار ۵:۳۰ بجې وې چې کورس ته روان وم. په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې څلورو کسانو اول وګواښلم بیا یې رانه موبایل او لس زره افغانۍ واخیستلې، د بانک ای ټي ایم کارت یې هم رانه واخیسته، کله مې چې غږ پورته کړ ویې وهلم."

نوموړی وايي، هغه کسانو چې ترې موبایل او پیسې اخیستي ځوانان وو او تومانچې او چاقوګان ورسره وو.

په وروستیو کې جنايي پېښو په ځانګړي ډول وسله والو غلاوو د کابل مېشتو اندېښنې زیاتې کړي.

دوی وايي، د مبایلونو او پیسو تر څنګ له کورنو د قیمتي او نقیله وسایلو غلاوې هم زیاتې شوي.

د کابل ښار اوسېدونکي حسیب په دغه ښار کې د جنايي پېښو د زیاتېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه د کابل ښار د همزنګ سیمې څخه یم، ما خپله ولیده چې تېر ماښام غلو زموږ د ګاونډي څخه پیسې واخیستلې، هغه یې وواهه او وتښتېدل. دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ مسله ده."

د دې ښار بل اوسېدونکی فیصل وايي: "په دې وروستیو کې غلاوې زیاتې شوي، چې که کله هم غواړې ختم او یا واده ته لاړ شې چې بېرته خپل کور ته راځې د کور ټول شیان غلو وړي وي. له دې سره خواکې د مبایل او پیسو غلاګانې هم ډېرې شوي."

دوی د طالبانو له حکومت غواړي، چې د دغه ډول پېښو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري څو له تکرار څخه یې مخه ونیول شي.

خو د دطالبانو حکومت د کابل امنیه قومنداني بیا وايي، چې د جنايي پېښو ګراف ورځ تر بلې راکمېږي.

د دغه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د معلوماتو پر بنسټ د جرایمو کچه ورځ تر بلې مخ په کمېدو ده. په دې برخه کې د خلکو همکارۍ زیات رول درلود. که بیا هم کومه ستونزه وي نو خلک کولای شي د پولیسو له ۱۰۰ شمېر سره اړیکه ونيسي څو امنیتي ځواکونه یې د ساتنې لپاره ساحې ته ځان ورسوي."

خو د کابل ښار اوسېدونکي ټینګار کوي، که د جنايي پېښو په ځانګړي ډول وسله والو غلاو مخه ونه نیول شي ښايي د غلاوو ګراف نور هم لوړ شي.

په کابل کې د جنايي پېښو شتون په تېر جمهوري نظام کې هم یوه جدي ستونزه وه او هغه مهال په ځینو مواردو کې د وژنې راپورونه هم ورکړل شوي وو.