د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

لویه څارنوالۍ: کابل، کندهار او ننګرهار کې زرګونه جنايي پېښې رامنځه شوي


په کابل کې د غلاوو په تور نیول شوي کسان - ارشیف
په کابل کې د غلاوو په تور نیول شوي کسان - ارشیف

د افغانستان لويه څارنوالې وايي، کابل، ننګرهار او کندهار هغه ولايتونو دي چې په تېر نهو میاشتو کې جنايي پېښې په کې ډېرې ترسره شوي.

د دې ادارې وياند جمشيد رسولي نن دوشنبه په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، يوازې د وژنې ۱۶۵۰ پېښې په دغه موده کې څېړل شوې دي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان لويه څارنوالي د ۱۳۹۹ مالي کال په ۹ مياشتو کې ۲۷۸۷۲ جنايي پېښې ثبت کړي او رسېدنه يې ورته کړې، دغه پېښې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې ثبت شوي، په دې پېښو کې قتل، غلا، اخلاقي جرمونه، انساني قاچاق، کيسه بوري، غصب، جعل، او نشه يي توکي شامل دي."

جمشید رسولي
جمشید رسولي

د جشميد رسولي په وينا، په تېر مالي کال کې په ټول هېواد شاوخوا ۴۰ زره جنايي پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د سږني کال د ټولو جنايي پېښو شمېر شاوخوا ۲۷ زرو ته رسېږي.

نوموړي وايي، په دې کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي هم ۱۹ پېښې ثبت شوي چې په تور يې ۳۹ کسان پېژندل شوي هم دي‌.

ښاغلی رسولي زياتوي، په وروستيو کې د څارنوالانو ترور هم يو جدي موضوع ده چې دوی یې په جدي ډول څېړي.

نوموړي وویل، چې د څارنوالانو وژنه د افغانستان د ښمنانو کار دی خو مشخص یې د کوم چا یا ډلې یادونه ونه کړه.

د افغانستان لويه څارنوالۍ په داسې حال کې د جنايي جرمونو په تړاو ترسره شويو پېښو ته د رسېدنې خبره کوي چې له دې وړاندې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د جنايي جرمونو له زياتېدو د خلکو شکايت زيات شوی و.

خو يو شمېر افغانان بيا د جنايي پېښو په برخه د حکومت اقدامات پڅ بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد الهام وايي: "که حکومت ادعا کوي چې جنايي پېښې څېړلي دا د دوي ادعا ده، که کمښت په کې راغلی وای موږ به د خونديتوب احساس کړای وای خو داسې نه ده."

د کابل ښار بل اوسېدونکی هلال بيا وايي، جنايي پېښې بايد د خلکو په همکارۍ کابو شي.

هغه زیاتوي: "جنايي پېښې چې حکومت ادعا کوي کمې شوي او يا هم قضيي څيړل شوي دا سمه نه ده، ورځ تر بلې پېښي په ډيرېدو دي او څوک يې پوښتنه نه کوي."

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې په تېر کال کې په کابل کې شاخوا پنځه زره، ننګرهار کې شاوخوا دوه نيم زره او په کندهار کې شاوخوا يو نيم زر جنايي پېښې ثبت شوي او دې ټولو قضيو ته رسېدنه هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG