د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

طالبانو خپلو پولیسو ته د یونیفورم وېش پیل کړ


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپلو پولیسو د يونيفورم بڼه ډاګيزه کړه.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپلو پولیسو د يونيفورم بڼه ډاګيزه کړه.

د دغه وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د اوس لپاره، د دوی شاوخوا شلو زرو پولیسو ته دا یونیفورم چمتو شوی چې تر راتلونکې دوو اونيو به دا شمېر سلو زرو ته ورسېږي.

د دغه وزارت چارواکو دا هم وویل، که څوک د یونیفورم اغوستل نه پلي کوي سزا به ورکړل شي.

د طالب ځواکونو د یونفورم په اړه د خلکو د پرله پسې انتقادونو ورسته اوس، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل او کندهاره یې خپلو پولیسو ته د ځانګړي یونیفورم وېشل پیل کړل.

د دغه وزارت مرستیال نور جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې، خبري ناسته ته وویل، چې له دې وروسته به د طالبانو د ځواکونو او امنیت اخلال ګرو تر منځ د همدې یونیفورم په اغوستلو توپیر کېږي.

نوموړي وويل: "دا ځانګړی یونیفورم چې تاسو ته په نظر درځي،دا د کورنیو چارو وزارت د افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو لپاره ځانګړی شوی،

ګټه یې دا ده چې د امنیت د اخلال ګرو مخه ونیول شي."

ښاغلي جلالي خپلو ټولو پولیسو ته په خطاب کې وویل، که څوک دا یونیفورم اغوستل پلي نه‌کړي، سزا به ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې ازادي راډیو په دې اړه بېلابېل راپورونو جوړ کړي وه او کومو کسانو سره یې چې مرکې کړې وې هغوی ورته ویلي وه، چې د عامو خلکو او طالب ځواکونو د جامو تر منځ توپیر نشته.

د طالبانو او د عامو وسله والو توپيرول له دې امله سخت دي چې د طالبانو سرتېري ځانګړی يونيفورم نه‌لري
د طالبانو او د عامو وسله والو توپيرول له دې امله سخت دي چې د طالبانو سرتېري ځانګړی يونيفورم نه‌لري

چې دا کار د دې لامل شوی، چې د خلکو ځورونې، غلاوي او د جرایمو نور ډولونه زیات شي.

طالبانو تل دا خبره رد کړې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې خبري ناسته کې وویل چې تر دې دمه یوازې د شل زرو په شاوخوا یونیفورم چمتو شوی چې وروسته به دا شمېر زیات شي.

نوموړي وويل: "یاد یونیفورم د عسکري تعلیم نامې په رڼا کې په پام کې نیول شوی، تر نننه یې شل زره جوړې چمتو او د وېش لړۍ په کابل او کندهار کې پیلېږي،هېره دې نه وي چې راتلونکو دوو اوونیو کې به دا شمېر سلو زرو ته ورسېږي."

خلکو ته نيوکې کړي دي چې طالبان د ځانګړي يونيفورم په نه درلودلو سره وسله والې غلاوې او جنايي پېښې ډېرې شوي.
خلکو ته نيوکې کړي دي چې طالبان د ځانګړي يونيفورم په نه درلودلو سره وسله والې غلاوې او جنايي پېښې ډېرې شوي.

د نوموړي په خبره، د یونيفورم د ویش دا بهیر به نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

ښاغلی ټکور وایي، د دوی د پولیسو د بوټونو شکل به د تېر حکومت د پولیسو د بوټونو په شان وي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره د ملي پولیسو په ګډون د افغانستان د ټول وسلوال ځواک، امنیتي او دفاعي ځواکونه سره وپاشل شول، یو شمېر له افغانستان بهر ولاړل او یو شمېر هم په هېواد کې دننه پاتې شول، چې اوس په کورونو ناست دي.

د ډېری دوی د وژنې، شکنجې او ځورونې په اړه هم راپورونه خپاره شول، خو طالبانو تل دا راپورونه رد کړي دي.

که څه هم تر دې دمه د هغو کسانو، چې طالبان یې خپل د حکومت پولیس بولي، ټول شمېر نه دی مشخص شوی، خو وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز قاری فصیح الدین الجزیزې ټلوېزون ته ویلي وه، دوی په پام کې لري، چې ۱۵۰ زره کیسز پوځ جوړ کړي.

د تېر جمهوري حکومت د ټول پوځ شمېر تر درې نیم لکو ویل شوی چې له یو نیم لک ډېر یې پولیس وه.

XS
SM
MD
LG