افغانستان ته د بې کيفيته نفتي توکو د واردولو مخه نیول کېږي

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي.

د دغې خونې چارواکو تېره ورځ ناوخته په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي.

دغې خونې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتياو ته په کتو سره به باکيفيته نفتي مواد افغانستان ته واردېږي او په دې برخه کې به د غير قانوني کړونو مخه نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت له ازبکستان سره د تېلو او ګازو د وارداتو په برخه کې هوکړه کړې وه.

دا ټول اقدامات په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نفتي موادو بيې د پام وړ لوړې شوي.