پخواني افغان ډيپلوماټان: د طالبانو او نړيوالو د اړيکو د خرابېدو امکان شته

امريکايي چارواکي او طالبان دواړه يو پر بل تورونه لګوي چې د دوحې تړون يې نقض کړی دی.

یو شمېر پخواني افغان ډیپلوماتان وايي، په افغانستان کې د ایمن الظواهري تر وژل کېدلو ورسته ممکن اوس د نړۍ د هېوادونو اړیکې له طالبانو سره خړې پړې شي.

دغه پخواني افغان ډیپلوماتان دا هم وايي، چې ممکن د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر سفرونو بندیزونه هم ولګول شي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نږدې یو کال په پوره کېدو دی او تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د ځینو هېوادونو چارواکو وخت په وخت افغانستان ته سفرونه درلودل.

په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره شینکۍ کړوخېل وايي، د ایمن الظواهري تر وژل کېدلو ورسته به نړۍ نور په طالبانو هیڅ ډول اعتماد ونه کړي.

اغلې کړوخېل وايي، د نړیوالو غوښتنه له طالبانو دا وه چې، له ترهګرو ډلو سره باید خپلې اړیکې پرې کړي، په داسې حال کې چې په خبره یې، د القاعده شبکې مشر په کابل کې وژل کېږي.

د نوموړې په خبره، ممکن اوس د نړۍ د هېوادونو اړیکې له طالبانو سره خړې پړې شي.

آغلې کړوخېل وويل: "زه فکر کوم، چې نړۍ به نور په طالبانو هیڅ ډول اعتماد ونه کړي او په دوی باندې به نور هم محدودیتونه وضع کړي، فکر کوم چې افغانستان سره به مرستې کمې شي او د دنیا په تور لېست کې به راوړل شي او کېدای شي د طالبانو د رهبرۍ پر ځينو مشرانو د ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه بیا ولګول شي او دوی به سفرونه ونه کړای شي."

په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره شینکۍ کړوخېل

د نوموړې په خبره طالبان په هیڅ ډول نه‌شي کولی اوس نړۍ ته قناعت ورکړي، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې طالب چارواکو په وار وار دا خبره کړې وه، چې هیڅ یوې ترهګرې ډلې سره اړیکې نه‌لري.

په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریه بارکزۍ هم ورته خبره کوي، خو اغلې بارکزۍ وايي، ځيني سیاستوال او ډیپلوماتان هڅه کوي، دا وښيي چې طالبانو په دغه برید کې مرسته کړې څو د هغه هېواد اړیکې د طالبانو له حکومت سره خرابې نه‌شي، خو په خبره یې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پیغام څرګند و.

نوموړې وايي: "په امریکا کې ځيني سیاسیون یا ډیپلوماتان غواړي دا وښيي چې طالبانو په دغه برید کې ډېره مرسته کړې تر څو د هغه هېواد اړیکې له طالبانو سره ترینګلې نه‌شي خو زه فکر کوم چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پیغام څرګند و طبعي خبره دا به په ډیپلوماتیکه برخه کې خپل اغېز ولري."

خو اغلې بارکزۍ د دغو سياستوالو او پخوانیو ډیپلوماتانو په اړه جزیات ورنه کړل.

په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریه بارکزۍ

اغلې کړوخېل او بارکزۍ دواړه په دې اند دي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې په مشر برید د پاکستان له همکارۍ پرته نه‌شي کېدلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله دا خبره رد کړې چې ګوندي په دې برید کې دې د پاکستان له هوايي حریم استفاده شوې وي.

نوموړي دا خبره پرون جیو نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس هم وايي، چې دا پېښه به طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو په تعمالاتو ژور منفي اغېز پرې باسي.

نوموړي ويلي: "دا پېښه به د نړۍ سره د طالبانو په اړیکو او له دوی سره په ټولو تعاملاتو او د دوی د حکومت احتمالي رسمیت پېژندنه باندې ژورې منفي اغېزې ولري."

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ ناوخته مخکې له دې چې د امریکا جمهور رئیس دا اعلان وکړي، چې دوی په کابل کې د القاعده شبکې مشکر ایمن الظواهري له منځه وړی، یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي و، په تاشکند کنفرانس کې ډېر شمېر هېوادونو له دوی سره د ښه تعامل ملاتړ کړی.

په دې اړه نور: متقي: په تاشکند غونډه کې زیاتو هېوادونو له طالبانو سره د ښه تعامل ملاتړ کړی

د اګست په لومړۍ نېټه په یوه ټلوېزیوني وینا کې ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په هدفي برید کې وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت د امریکا دا برید غندلی او له نړیواله اصولو او دوحې له تړون څخه یې ښکاره سرغړونه بللې ده.

خو په دغه برید کې یې د ایمن الظواهري وژل کېدل تر اوسه نه تأیید او نه هم رد کړي دي.