بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر جوبایډن د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژنې د عملیاتو د اعلان پرمهال وویل چې الظواهري د خپلې کورنۍ له نژدې غړو سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و. الظواهري د یکشنبې ورځې په سهار د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. طالبان چې وايي، له القاعده شبکې سره یې خپل اړیکي پرې کړي، دا برید غندلی دی خو په برید کې یې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

بایډن: الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و