بریتانیا له افغانستانه د تخلیې په پروګرام کې نیمګړتیاوې او تېروتنې ومنلې

ارشیف: له افغانستان د افغانانو د تخلیې د پروګرام یو انځور

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا منلې، چې له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د وتلو او په تېره د خلکو د تخلیې په پروګرام کې ډېرې نیمګړتیاوې وې.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده، چې له افغانستانه د بریتانیا د پوځي ځواکونو د وتلو په پروګرام کې یو لړ نیمګړتیاوې او تېروتنې وې او ورسره یې د ډېری هغو افغانانو پرمخ خپلې دروازې بندې کړي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې یې په افغانستان کې له بریتانیا سره مرسته کړې وه.

برتانوي چارواکو ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت نه غواړي دې کسانو ته کاذب امېد ورکړي او ورته ووايي چې بریتانیا به د دوی د ایستلو امکان برابر کړي.

د دې چارواکو په وینا: "دا قضاوت به ډېر ګران وي، که ووایو چې ټول هغه افغانان چې د بریتانیا له غیرحکومتي موسسو سره یې کار کړی و، یا د بریټیش کونسل په څېر په افغانستان کې د بریتانیا په ملکي پروژو کې په کار بوخت وو، د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي."

دې برتانوي چارواکو ویلي، ډېری هغه خلک تر ګواښ لاندې دي چې له بریتانیا سره یې په امنیتي برخو کې مرسته کړې ده.

ارشیف: تېر اګسټ کې له کابل هوايي ډګره د افغانانو د تخلیې پروګرام انځور چې بهرنیو ځواکونو پرمخ بیوه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د هغو افغان کډوالو د دوسیو د څېړنې د پڅ جریان خبره هم کړې، چې په دې هېواد کې یې پناه غوښتې ده.

د دې وزارت د چارواکو په وینا د دې بهیر د پڅ پرمختګ علت دا دی، چې د سیاسي پناه لپاره خورا زیات غوښتنلیکونه رد شوي او حقوقي دعوې ډېر وخت نیسي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې تر دې دمه پنځه زره افغانانو ته بریتانیا ته د تلو اجازه ورکړل شوې، البته دا له هغو پنځلس زره کسانو څخه جلا شمېره ده چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته بیول شوي دي.

د ګارډین د راپور له مخې په عین حال کې یو زیات شمېر افغانانو چې د بریتانیا د حکومت په ملاتړ یې د غیرحکومتي ټولنو لپاره کار کاوه ادعا کړې، چې د طالبانو د ګواښونو له کبله په پټو ځایونو کې اوسېږي او حتی ځینو ادعا کړې ده چې د کورنۍ غړي یې له بریتانیا سره د اړیکو په خاطر اعدام شوي دي.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو په اړه چې د افغانستان په ماموریت کې یې مرسته کړې خو مستقیماً د بریتانیا د حکومت له خوا نه وو، استخدام شوي د بهرنیو اړیکو موظفې کمېټې ته ویلي، د تخلیې په پروګرام کې نیمګړتیاوې خورا زیاتې وې او له هغې ډلې دا چې خلکو ته پیغامونه ډېر واضح نه وو، او همداراز د لومړیتوبونو په تشخیص کې نیمګړتیاوې وې.