د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

نیویارک ټایمز: د تېرنظام افغان کومانډو  متحده عرب اماراتو کې بې برخلیکه پاتي


ارشیف؛ د تېر نظام د کومانډویانو د فراغت مراسم
ارشیف؛ د تېر نظام د کومانډویانو د فراغت مراسم
  • نیویارک ټایمز

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د هغو پخوانیو کومانډو پوځیانو د برخلیک په باب لیکنه خپره کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې «CIA» له خوا یې ملاتړ کېده.

ورځپاڼه د خپل پروني مطلب په پیل کې لیکي، د کومانډو دغه پخواني پوځیان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره په همکارۍ کې کلیدي رول لوبولی و، په متحده عرب اماراتو کې د امریکا ویزو ته انتظار دي.

لیکوال په اګست میاشت کې د تخلیې یا له افغانستانه د خلکو د را ایستلو عملیاتو ته اشاره کړې چې پر مهال یې له ځانمرګو بریدګرو او نورو خطرناکو کسانو د کابل د هوايي ډګر په خوندیتوب کې امریکايي پوځیان یوازې نه وو، بلکې د افغانستان د تروریزم ضد هغو ډلو یې مرسته کوله چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې له خوا روزل شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکي، دغه کومانډو پوځیان د تخلیې د عملیاتو تر پایه په افغانستان کې وو چې د خلکو په وروستۍ ډله کې له افغانستانه ووتل.

که څه هم شااوخوا ۸۰،۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي امریکا ته ورسېدل، خو د امریکا د استخباراتو له ملاتړه برخمن په سلګونو افغان کومانډو پوځیان او د دوی د کورنۍ غړي لا هم د متحده عرب اماراتو د کډوالو په کمپونو کې راګیر پاتې دي.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي، اوونۍ په میاشتو واوښتې او د امریکا د استخباراتو له ملاتړه برخمنو پوځیانو ځینې یې وايي دوی داسې احساس کوي چې هېر کړای شوي دي.

دغو کسانو ویلي دوی د تخلیې د پروسۍ د ګډوډۍ قرباني شوي چې پر اساس یې ځیني افغانان په چټکۍ امریکا ته ورسېدل، خو ګڼ نور لا هم پاتې دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي، دوی پر دې کار کوي، له دغو پخوانیو پوځیانو ځینې یې امریکا ته ولېږدوي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چې په مزار شریف ښار کې یې هغه ۴۰ کسان نیولي چې د دوی په خبره غوښتل یې د هوا له لارې په ناقانونه توګه له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې امریکا یو وار بیا له افغانستانه د تخلیې پروسې د پیل په هدف د قطري الوتکو د الوتنو پر پیل ټینګار کړی دی.

  • ډېلي ریکورډ

ډیلي ریکورډ ورځپاڼې چې له سکاټلنډه خپرېږي د ۱۴ کلن اریا بوستاني په نوم هغه افغان-الاصله سکاټلنډي په باب لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له بې وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د بسپنې یا پیسو په ټولولو کې همکاري کړې ده.

د اریا بوستاني پلار ۲۰ کاله مخکې له افغانستانه سکاټلنډ ته کډه شوی، خو د هغه زلمی زوی چې په دغه هېواد کې لوی شوی، لا هم په افغانستان کې له بې وزلو کسانو سره د مرستې سوچ لري.

دغه زلمی توانېدلی، په سکاټلنډ کې د طبیعي افتونو اضطراري کمېټې یا (DEC) په مرسته د بسپنې په ټولو کې همکاري وکړي.

دغه خیریه اداره چې هڅه کوي په افغانستان کې د روان بحران په وړاندې د مبارزې لپاره پیسې ټولې کړي، توانېدلې په یوه میاشت کې په سکاټلنډ کې ۳ ملیونه پاونډه او د بریتانیا له نورو برخو کې ۳۲ ملیونه او ۹ لکه پاونډه راټول کړي.

دې ادارې روان ژمی په افغانستان کې هغو ملیونونو خلکو ته چې د لوږې، وچکالۍ، شخړو او د کرونا له کبله له ستونزو سره مخامخ دي، د بسپنې ټولولو پروګرام پیل کړ.

د ډیلي ریکورډ په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د روان بشري بحران له کبله یو ملیون ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG