د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د کابل په هوایي ډګر کې ورک شوی ماشوم ۵ میاشتې وروسته خپلو خپلوانو ته وسپارل شو


ارشیف؛ د کابل هوایي ډګر
ارشیف؛ د کابل هوایي ډګر

هغه ماشوم چې تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۱۹مه د کابل په هوایي ډګر کې نادرکه شوی و ۵ میاشتې وروسته خپلوانو ته وسپارل شو.

کابل مېشتي ۲۹ کلن ټکسي چلوونکي حامد صافی وایي، د اګسټ میاشتې په ۱۹ مه د کابل په هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې پر مهال مې داسې یو ماشوم وموند چې له مور او پلاره لېرې په یوه څنډه کې پروت و.

حامد هغه له ځانه سره کور ته یووړ او د خپلو درېیو لوڼو ترڅنګ یي لکه خپل اولاد داسې وساته.

حامد صافي رویټرز ته وویل: "هوایي ډګر ته دننه شوم ومې لیدل چې ماشوم پروت دی، ماشوم له‌منځه تلو، ځکه وضعیت یې ډېر خراب و. د هوایي ډګر دننه مې ډېر هاخوا دې‌خوا وکتل، خو مور او پلار یی پیدا نه ‌شول. امریکا ته له تلو راوګرځېدم، خپلې مېرمنې ته مې زنګ وواهه او کور ته مې راوړ او تر ننه مو وساته."

د دې ماشوم نوم سهیل احمدي دی او کله چې د کابل په هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې پر مهال یې پلار د دیوال هغه لور ته یوه بهرني سرتېری ته وسپاره، نو هلته ورک شو.

موده وروسته د هغه مهال ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې پلار یې هغه یو بهرني سرتېري ته سپاري.

د سهیل پلار میرزا علي احمدي چې پخوا یې د امریکا په سفارت کې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، له خپلې مېرمنې ثریا سره د هوایي ډګر یوې دروازې ته رسېدلی و او له دې وېرې چې دوه میاشتني ماشوم ته یي په ګڼه ګوڼه کې زیان و نه رسېږی، هغه یې یوه بهرني سرتېري ته وسپاره، څو هوایي ډګر ته په ننوتو سره یی بېرته ترې واخلي.

له کابل هوایي ډګره د تخلیې په پروګرام کې ډېری ماشوم پرته له مور او پلاره امریکا ته لېږدول شوي
له کابل هوایي ډګره د تخلیې په پروګرام کې ډېری ماشوم پرته له مور او پلاره امریکا ته لېږدول شوي

د رویټرز خبري اژانس په حواله، میرزا علي ټول هوایي ډګر ولټوه، خو سهیل یې و نه موند.

میرزاعلي له خپلې مېرمنې او یو بل زوی سره په دې تمه له کابله د تخلیې په پروازونو کې امریکا ته روان شول چې ګنې زوی به یې هلته ور سره یو ځای شي.

د رویټرز د راپور پر پنسټ، له ۷ اوونیو هڅو، غوښتنو او د طالبانو له لوري د لنډ مهاله توقیف وروسته، حمید صافي دا ماشوم په کابل کې خپل نیکه او نږدې خپلوانو ته وسپاره.

د سهیل احمدي نیکه، ۶۷ کلن محمد قاسم رضوي له نږدی پنځو میاشتو وروسته خپل لمسی ته غېږ خلاصوي او سهیل هغه ته سپارل کېږی.

رضوي وايي:" نن د جدي ۱۸مه، زموږ لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې لمسی مو زموږ لاس ته راغی او موږ یې له ځانه سره لرو."

دغه اووه میاشتنی ماشوم د دواړو لورو ترمنځ له هوکړې او له ماشوم څخه د ساتنې په بدل کې د صافي کورنۍ ته د یو لک افغانیو له ورکولو وروسته، خپلې اصلي کورني ته وسپارل شو.

حمید ملنګ د کابل د یوې امنیتي حوزی قوماندان چې د هغه په حضور کې دغه هوکړه شوې وايي: " د سهیل په نوم دغه ماشوم چې پنځه میاشتې دمخه د کابل په هوایي ډګر کې ورک شوی و او حمید جان پیدا کړ، نیکه یې حوزې ته راغی او بالاخره هغه ثبوتونه او عکسونه چې له دوی سره و، دوی په خپلو کې سره هوکړې ته ورسېدل او ماشوم یې ور وسپاره."

د دې کورنۍ برخلیک د یو ډېر شمېر هغو میندو او پلرونو د ناوړه وضعیت کیسه بیانوي چې له افغانستانه په بېړې د وتو پر مهال له خپلو بچیانو جدا شول.

رویټرز د نومبر میاشتې په لسمه راپور ورکړ چې له افغانستانه د تخلیې پر مهال، ۱۳۰۰ افغان ماشومان په بې برخلیکه حالت کې ویستل شوي او امریکا ته وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG