چارواکي: افغانستان سږکال څه باندې دوه میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري

کروندګر وايي، سږکال د وچکالۍ له کبله د غنمو حاصلات د تېرو کلونو پرتله کم وو.


افغانستان سږکال د خلکو د غذایي اړتیاوو لپاره څه باندې دوه میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت اټکل کوي چې افغانستان څه باندې دوه میلیون ټنه وارداتي غنمو ته اړتیا لري.

کروندګر وايي، سږکال د وچکالۍ له کبله د غنمو حاصلات د تېرو کلونو پرتله کم وو.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی بزګر شبګیرخان د سږني کال د حاصل په لیدو نهیلی شوی.

دی د طالبانو له حکومته غواړي چې بهر ته د افغانستان د غنمو د قاچاق مخه ونیسي.

هغه وویل: "موږ دغه بدمرغي لرو چې د غنمو فصل شي خلک قاچاق کوي پاکستان ته او موږ ته یو مشکل جوړ شي نو له حکومت څخه مو غوښتنه داده چې د دې کار مخه په جدیت سره ونیسي."

د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت وايي، چې د هېواد د اړتیا وړ ټولو غنمو په سلو کې ۶۰ د افغانستان له خپلو محصولاتو ترلاسه کېږي.

د دې وزارت ویاند کریمت الله مستایین اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي، چې افغانستان باید لاهم له دوه میلیون ټنو زیات غنم وارد کړي.

هغه وویل: "تراوسه پورې خو حاصلات پوره نه دي راټول شوي خو چې اټکل کېږي تقریباً له څلورو او څلور نیم میلیون ټنه غنم زموږ د وطن حاصلات وي او د سږکال په تناسب چې موږ غنمو ته اړتیا لرو د دوو او دوه نیم میلیون ټنو ترمنځ غنمو ته اړتیا لرو چې باید له بهره یې وارد کړو."

د طالبانو حکومت په یو فرمان کې بهر ته له افغانستانه د غنمو وړل په کلکه ممنوع اعلان کړي دي.

په دې اړه نور: طالبانو بهر ته د غنمو پر انتقال بنديز لګولی

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خوړو موادو ته د خلکو اړتیا څوځلې زیاته شوې ځکه د کورنیو د اقتصاد له کمزوري کېدو سره غنم ترټولو ارزانه خواړه دي چې بېوزلي خلک یې ترلاسه کولای شي.

د کدوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه پر نړیوالو غږ وکړ چې باید د افغانستان خلک هېر نه کړي.

په دې اړه نور: اوچا: تېره مارچ مياشت په سلو کې ٧ افغانانو خواړه درلودل

له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي کافي خواړه نه شي ترلاسه کولای.