ملګري ملتونه: د افغانستان له نيمايي زيات وګړي لوږې سره مخ دي

آرشیف: په کابل وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د افغانستان له نيمايي زیات نفوس له لوږې سره مخ دی.

ملګري ملتونه په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکوي، چې د افغانستان له ټولو نفوس نږدې نیمايي له ولږې سره مخ دي.

په دې راپور کې لیکل شوي، په ټول افغانستان کې خلک د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو وچکالۍ او د اقتصادي سقوط له امله نږدې ۲۰ میلیونه افغانان خواړه‌ نه‌لري.

آرشیف: د کابل پر يوه سړک غاړه کې بېوزله افغان ماشوم

راپور کې زیاته شوې، د افغانستان له نږدې ۴۰ میلیون نفوس څخه شاو خوا ۶،۶ میلیونه یې په اضطراري وضعیت کې دي چې خواړه نه‌لري او ۱۳ میلیونه نور یې د ناورین په کټګورۍ کې ځای لري.

راپور په ګوته کوي، چې ملګرو ملتونو او نورو ادارو د پام وړ بشري خوراکي مرستې چمتو کړي، خو افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

دا راپور چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو په ملاتړ د غیر دولتي موسسو په مرسته چمتو شوی زیاتوي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدل او د خوراکي توکو لوړ نرخونو حالت نور هم پسې خراب کړی دی.

په دې راپور کې وچکالي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، د لسیزو جګړو اوږدمهاله اغېزې او د سیاسي لېږد په پایله کې اقتصادي سقوط د لوږې د اصلي عواملو په توګه پېژندل شوي.

په راپور کې لیکل شوي، نږدې ۳۸ سلنه افغانان په نښه شوي چې بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري، څو مرسته ورسره وشي.

په دې اړه نور: اوچا: تېره مارچ مياشت په سلو کې ٧ افغانانو خواړه درلودل

په دې راپور کې د افغانستان خالصو عوایدو کموالی او تر خوا یې د افغانستان د پراختیايي پروژو درېدل له نورو لاملونو یاد شوی، چې د خلکو په ټولنیز ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د دې یادونه هم شوې چې د مې میاشتې وروسته به د بشردوستانه خوراکي مرستو د وړاندوینې کمېدو سره وضعیت لا پېچلی شي.

راپور وړاندوینه کوي، چې شاید مرستې د افغانستان ټول نفوس ته په کتو ۳۸ سلنه راټيټې شي.

په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه شوې.

دا په داسې حال کې چې طالبان بیا وايي، په افغانستان کې ټولنیز ژوند او د خلکو وضعیت په هغه حالت کې نه‌دی چې نړیوال یې ښيي، خو د پلازمېنې کابل په ګډون د دغه هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو، مخکې په راپورونو کې ازادي راډیو سره له ناسم اقتصادي وضعیت شکایتونه کړي دي.