د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته ډېر 'سکالرشپونه' ځنډول شوي یا لغوه شوي

ارشيف

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو او د طالبانو واک ته رسېدو سره په زرګونه ځوانان چې له بهرنیو پوهنتونونو څخه‌یې تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي و، له یو نامعلوم حالت سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د په رسمیت نه‌پېژندلو له امله هېوادونه زموږ د بورسونو برېښنالیکونو ته ځواب نه‌ورکوي.

دغه محصلین پر نړیوالې ټولنې او طالبانو غږ کوي چې زده‌کړې دې د سیاست نه‌قرباني کوي.

مريم جامي يو کال وړاندې په امريکا کې د فولبرايټ سکالرشپ لپاره غوښتنليک ورکړی و او د سکالرشپ لومړي او دوهم پړاوونه‌يې په برياليتوب سره تېر کړي، خو د جمهوري نظام د سقوط له امله‌يې اوس د دې زده‌کړو برخليک نه‌دی معلوم.

هغه چې د فولبرایټ سکالرشپ ګټلو لپاره‌یې ډېر کلونه زحمت ایستلی و، دا خوب‌یې اوس له ننګونو سره مخ دی.

مريم وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته‌یې د سکالرشپ په برخه کې نور پرمختګ نه‌دی شوی او دوی ته ويل شوي چې د فولبرايټ سکالرشپ برخليک به تر هغه وځنډېږي څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژندل شي.

دا زياتوي: "زه د وروستیو بدلونونو له امله اغېزمنه شوې یمطال، زه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې زده‌کړې له سیاست سره ونه‌نښلوي او اجازه وکړي چې د بورسونو د غوښتونکو پروسه په عادي توګه مخې ته ولاړه شي."

په افغانستان کې هر کال د مريم په څېر زرګونه ځوانان له هېواده بهر د سکالرشپونو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې له افغانستانه بهر د سکالرشپونو لپاره د ځینو ځوانو افغانانو د غوښتنې پروسه لا پای ته نه‌وه رسېدلې چې حکومت د طالبانو لاس ته ورغی، خو په دغه هېواد کې د نظام بدلون اوس دا بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

بدلون اوس د دغو ځوانانو انتقال تر نامعلومې مودې پورې ځنډولی دی.

صفي‌الله خپلواک هند ته د ماسترۍ دورې د زده‌کړو لپاره چمتووالی نیوه، خو د ده د زده‌کړو د پیل پروسه هم له ستونزو سره مخ شوه.

ښاغلی خپلواک هیله لري چې ژر تر ژره د ژورنالیزم او ارتباطاتو په برخه کې د ماسترۍ لپاره هند ته واستول شي.

ښاغلی خپلواک وايي: "موږ شااوخوا زر تنه زده‌کوونکي یو چې د ۲۰۲۲ کال لپاره مو له هند څخه داخله اخیستې او د هند حکومت ته مو په ډله‌يیزه توګه اېمېل کړی او د طالبانو د اوسني حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته هم ورغلي یو، خو له بده مرغه زموږ غوښتنې ته هېڅ پام نه‌کېږي."

بل‌خوا واک ته د طالبانو په رسېدو سره په بېلابېلو هېوادونو کې په زده‌کړو بوخت افغان محصلان هم له بې‌سرنوشتۍ سره مخ دي.

فایزه ابراهیمي په یوه هندي پوهنتون کې د ارتباطاتو په برخه کې د ماسترۍ زده‌کړې کوي، خو د طالبانو له وېرې او د ښځو پر فعالیتونو د بندیزونو له امله افغانستان ته د ستنېدو هېڅ اراده نه‌لري.

هغه په هند کې له یو شمېر نورو افغان محصلینو سره کار کوي چې د هند حکومت وهڅوي چې د دوی ویزې تمدید کړي.

اغلې ابراهيمي وويل: "د یوې محصلې په توګه، تر څو چې د هغو ښځو او خلکو لپاره چې په بهر کې یې زده‌کړې کړې وي، شرایط بدل شوي نه‌وي او حکومت د هغوی لپاره انعطاف نه‌وي ښودلی او اجازه ورنه‌کول شي چې کار وکړي، تر هغه پورې زه افغانستان ته د راستنېدو هیله نه‌لرم."

په داسې حال کې چې افغانستان ته ډېر سکالرشپونه ځنډول شوي یا لغوه شوي دي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ویلي دي چې په راتلونکي پسرلي کې له افغانستان سره د ۱،۵۰۰ بورسونو ژمنه شوې ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني

ښاغلي حقاني د یکشنبې په ورځ ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی له نورو هېوادونو هم د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

ښاغلی حقاني وايي: "پاکستان هر کال افغانستان ته زر بورسیې ورکوي، په تېرو درېیو کلونو کې یې درې زره بورسیې ورکړي، ما په یو سفر کې چې پاکستان ته مې درلود توافق مو وکړ چې د دې بورسیو ترڅنګ ۵۰۰ نورې بورسیې هم غوښتونکو ته ورکړو، د راروان کال پسرلي کې به یو نیم زر بورسیې افغانستان ته ورکړل شي."

خو دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغو بورسیو غوښتونکو د خپلو زده‌کړو د بې‌برخلیکه پاتې کېدو له امله په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراضونه وکړل.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څلور میاشتې تېرېږي، خو هېڅ هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو مریم جامي او صفي‌الله خپلواک له بهرنیو هېوادونو غواړي چې د افغان ځوانانو لپاره د بورسیې پر ورکړې محدودیتونه ونه‌لګوي او ترڅنګ‌يې د زده‌کړو د بورسیو شمېر هم زيات کړي.