د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

فول برایټ "Fulbright" سکالرشېپونه!


په نننۍ تاندې څانګې کې مو له Fulbright سکالرشېپونو یا بورسونو خبروو او تر څنګ یې د حقوقو پوهنځي د قضا څانګې ځينې ستونځې څېړو.

ايجینر نجېب الرحمن صبوري د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي یو ځوان استاد دی، ده په ۲۰۱۱ کال کې Fulbright سکالرشېپ تر لاسه کړ او څه موده وړاندې یې له امریکا د برق انرجۍ په برخه کې ماسټري راوړه.

صبوري وايي چې؛ پخوا دغه بورسونه دولسم پاسانو ته هم ورکول کیدل، خو اوس د لیسانس فارغانو او تر دې درجې پورته محصلینو ته ورکول کیږي، چې ځينې خاص مراحل او شرايط لري.

یادو بورسونه ته د بریالي محصل ټول مصارف د Fulbright سکالرشېپونو اداره په غاړه اخلي. دا خبره هم نجیب الرحمن صبوري کوي او زیاتوي چې د هغه ځای درسونه ډير په لوړ معیار دي، چې د ده پر زده کړو یې هم ډیر ښه اغېز کړی، دی وايي چې بې له لوړو زده کړو د افغان ځوانانو پرمختګ مشکل دی.

د دغو بورسونو یو هدف همدا دی چې ګډونکوونکي محصلین باید بېرته خپل هېواد ته راستانه شې او خلکو ته خدمت وکړي خو ځینې افغان ځوانانو ته چې داسې بورس په لاس ورشي نو هغه د چا خبره چې د تا نیمګړی نېت مې ژړوينه.

دوی بیرته خپل هېواد ته نه راګرځي. ايجینرصبوري د ځینو ځوانانو له دغه کاره خفه دی، دی وايي چې ښايي د دغو بورسونه اداره پر افغانانو د Fulbright سکالرشېپونو ودروي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک



د حقوقو پوهنځي د قضا ځينې محصلان کار نه مومي!

که د اينجنر نجیب الرحمن صبوري په څېر ځوانان له بهرنیو پوهنتونو ماسټري راوړي، په بېلا بېلو مسلکونو کې پي ايچ ډي او دوکتورا واخلي نو هغه ورځ لرې نده چې د نورو هیوادونو ځوانان افغانستان ته په زده کړو پسې راشي. خو دوستانو! که زده کړه یوازې د سند لپاره وشي نو بیا که په هره اداره سند ګرځوي د کار ځای به نه مومي. ویل کیږي چې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د قضا برخې ځینې محصلین کار نشي پيدا کولی خو ځینې یې بیا دارلوکالې لري. ستونځه چېرې ده؟

له نورو خبرو وړاندې مو د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د قضا برخې د ځینو محصلانو نظرونه وپوښتل، چې چا یې نصاب زوړ باله او چا ویل چې عملي کارونه نه لرو. له دوی یوې پېغلې روهیلې ویل، چې د پوهنتون درسونو تر څنګ په قضايي موضوعاتو پورې اړوند ځينې لنډ فلمونه او سیریالونه هم تعقیبوي چې یو څه ترې زده کړي. نو ښايي ځينې به د سندلپاره درس وايي او ځینې به له زړه یو څه زده کوي. بیا به نو هماغه چا ته کار پیدا کیږي چې یو څه یې زده وي.

اجمل هوډمن هم د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ شوی. دی اوس په کابل کې د یوې دارلوکالې مشر دی. له ده مې وپوښتل چې مشکل په نصاب کې دی، په ادارو کې او که پخپله په محصل کې؟ هغه ویل چې يو څه مشکل په نصاب یو څه په محصلانو او یو څه په هغو استادانو کې دی چې غیرحاضري ډیره کوي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال نصرالله ستانکزی بیا د استادانو د غیرحاضرۍ خبره نه مني خو اړوند دولتي ادارې ګرموي چې غېرمسلکي کسان پکې په دندو ګمارل کیږي او مسلکي کسان بې کاره پاتې کیږي.

اجمل هوډمن په محکمو او څارنوالیو کې نویو ځوانانو ته د کار ورکولو ناسم سیستم هم د دوی د بې کاره پاتې کیدو سبب بولي. دی زیاتوي چې ځينې محصلان د حقوقو پوهنځي له لارې غواړي یوه سیاسي هدف ته ځان ورسوي خو چې کله پاتې راځي نو له خپل مسلک سره فاصله نیسي او پکې کار کول نه غواړي.

وايي د صبر میوه خوږه وي، استاد ستانکزی وايي چې ځینې محصلین له خپله مسلکه ډیرې لوړې او بې ځایه تمې لري او لوړ لوړ پوسټونه یې په خېال کې ګرځي. دی وايي چې دوی باید ځان طبیعي ودې ته پریدي او د کار زمینه پخپله ځان ته برابره کړي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG