جرمني او هالنډ د افغان کډوالو د ایستلو چارې ځنډولي، خو یونان مخالف دی

جرمني کې کډوال

په افغانستان کې د جګړو زیاتېدو، جرمني او هالنډ اړ ایستي دي چې تر نامعلوم وخت پورې هغه افغان کډوال چې نه دي منل شوي، د هغوی له ایستلو لاس واخلي.

د راپورونو له مخې په جرمني کې د نژدې دیرش زره افغان کډوالو د پناه غوښتلو غوښتنلیکونه رد شوي دي چې باید له دې هېواده ووځي.

د جرمني د کورنیو چارو د وزارت ویاند سټیف هالټر د چهارشنبې(د زمري ۲۰مه) په ورځ وویل چې امنیت ته د اندېښنې په پار د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دریدلی دی.

په دې اړه نور: جرمني او هالنډ د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر دروي

دی وايي: "په افغانستان کې وضعیت سخت دی، ستونزې ورخ په ورځ په زیاتېدو دي. موږ وضعیت څارو. بل لورته هغه افغانان چې باید له جرمني اخراج شي، شمېر یې شااوخوا دیرش زرو ته رسېږي، دا لویه ډله ده چې باید له جرمني وایستل شي."

هایکو ماس د کډوالو د ایستلو د بهیر د درېدو هرکلی وکړ

د دې سربېره چې کډوال جرمني د اوس لپاره نه باسي د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې هغه افغانان چې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي د مهاجرت د پالیسو د چوکاټ له مخې به په جرمني کې پاتې شي.

هایکو ماس د کډوالو د ایستلو د بهیر د درېدو هرکلی وکړ تردې مخکې د افغانستان حکومت له جرمني غوښتي و چې د اکتوبر تر اخره کډوال ونه باسي.

بل لور ته یونان چې له دې لارې افغان کډوال تر ډېره لویدیځې اروپا ته ځانونه رسوي، ویلي دي چې اروپایي ټولنه په داسې وضعیت کې نه ده چې د ۲۰۱۵ کال په څیر په لکونو کډوال ومني.

په دې اړه نور: افغانستان کې د ناامنۍ او د بهرنيو ځواکونو وتو سره انساني قاچاق په زیاتېدو دی

د یونان د مهاجرت وزیر نوتیس میتاراچي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغان کډوالو د ایستلو د چارو درېدل ښایي د دې سبب شي چې ډېرافغانان د اروپایي ټولنې هېوادونو ته راشي.

دی وايي: "زه دا درک کوم چې افغانستان له سخت وضعیت سره مخامخ دی. موږ د اروپایي ټولنې په توګه دې ته اړتیا لرو چې په افغانستان کې د شخړو د مخنیوي لپاره اغېزمنې هڅې وکړو. د هغو کسانو د ایستلو د چارو درول چې نه دي منل شوي، د افغانستان په دې سخت وضعیت کې ناسم پیغام لېږدوي، ډېرخلک به د افغانستان پرېښودو او د اروپایي ټولنې په لور راتګ ته وهڅوي."

یونان وایي چې په افغانستان کې د ناامنیو له ډيریدو سره اروپایي ټولنه نه شي کولی چې نور کډوال ومني.

د یونان د مهاجرت وزیر زیاته کړه چې اروپایي ټولنه باید له ترکیې سره مرستې زیاتې کړي چې د هغو کډوالو غم په خپله خاوره کې وخوري چې له افغانستانه راځي.

خو په افغانستان کې د جګړو زیاتېدل او د طالبانو له لوري د یو شمېر سیمو نیول، اروپایان اندېښمن کړي دي چې یوځل بیا به د ۲۰۱۵ میلادي کال په څېر د اروپا لورته د افغان کډوالو بهیر ورمات شي.هغه وخت نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه وتلي و.

شپږ کاله مخکې تر یو میلیون ډېر کډوال له افغانستان، سوریې او عراق څخه د اروپایي ټولنې هېوادونو ته ورغلي وو.