د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

هېواد: د طالبانو د جګړو شدت پر اقتصاد او پرمختيايي پلانونو هم ناوړه اغېزې کړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې ټینګار کړی چې له روانو جګړو وروسته به سوله ارزښت ونه‌لري.

لیکوال اندېښنه ښودلې چې په ښارونو کې جګړه له دې امله ملکي وګړو ته ډېره مرګ‌ژوبله اړوي چې په کمه سیمه کې ډېر خلک اوسېږي او د کلیوالو سیمو په شان غرونه، باغونه او نور پټنځایونه هم نشته چې خلک په‌کې خوندي شي.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې دا مهال په بېلابېلو سیمو، کاروبار په ټپه درېدلی، برېښنا نه‌شته، مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ دي، د خوراکي او لومړنیو توکو پلورنځي تړل شوي، خلک له اقتصادي ستونزو او لوږو سره مخ دي او په واقعي معنی دا ښارونه د یو ستر بشري ناورین لوري ته روان دي.

د لیکوال په وینا په ښارونو کې دا جګړه په هېڅ ډول نه توجیه کېږي او نه هم ښارونه د یو بل د ماتولو ځایونه دي، خو خبرداری ورکوي که حالت همداسې دوام وکړي، ښارونه به د سوریې د ښارونو له برخلیک سره مخ شي.

لیکوال وړاندې لیکلي کله چې ښارونه کنډواله شي، خلک بې‌ځایه او کډوال شي، ووژل شي، لوږې او تندې پرې راشي او هر څه تباه شي، بیا نو سوله هېڅ معنی او ارزښت نه‌لري ځکه په خبره‌یې سوله هغه وخت ارزښت لري چې د جګړې مخه ونیسي او په ځانګړي ډول د دې خونړۍ او ورانوونکې جګړې چې اوس زموږ ځینې ښارونه ورسره مخ دي او نورو ښارونو ته‌یې د لېږد وېره هم شته، مخنیوی وشي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو له‌خوا د جګړو او بريدونو شدت، نه‌يوازې په هېواد کې سوله او ثبات ګواښي، بلکې د افغانستان پر اقتصاد او پرمختيايي پلانونو يې هم ناوړه اغېزې کړې دي.

د لیکوال په وینا وروسته له هغه چې مهم بندرونه طالبانو ونیول افغان حکومت په ګمرکونو کې د عوايدو د کمښت او په امنيتي او روغتيايي برخه کې د لګښتونو د ډېرېدو له امله د دولتي ادارو په مصرفېدونکو پيسو کې محدوديتونه لګولي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د ماليې وزارت د يوه مکتوب له لارې له نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو غوښتل شوي چې پراختيايي پروژې ودروي يا يې وځنډوي او دغه‌راز تازه قراردادونه هم لغوه کړي چې د دغې پرېکړې له مخې د لوړو تنخواګانو درلودونکو تخنيکي کارکوونکو استخدام هم ځنډېدلی او له وزارتونو په‌کې غوښتل شوي چې له نا اړينو لګښتونو ډډه وکړي.

لیکوال ټینګار کړی چې پر ګمرکونو د طالبانو ولکه، نه‌يوازې د افغانستان پرمختګ او سوکالي ګواښي، بلکې د افغانستان ملي حاکميت‌يې هم تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د افغانستان کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې طالبانو د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ له ولکې وروسته، شااوخوا تر ۴۰۰ ملکي وګړي له کوره بېرون کړي او شااوخوا ۱۰۰ کسان‌یې په ډزو ویشتي دي چې وژل شوي ملکیان د ټولنې له بېلابېلو طبقو له هغې ډلې لوبغاړي، لیکوالان، سوداګر، وبلاګ‌ لیکونکي او عادي وګړي دي.

وړاندې راغلي چې طالبانو ډلې د دولتي کارکوونکو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو لټون لپاره، کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

د لیکوال په وینا که څه هم، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې چې سپین بولدک کې د دوو وژل شویو پرته چې هغوی شخصي ستونزه لرله، هېڅ یو هم د دوی ډلې له‌خوا وژل شوي نه‌دي، خو لیکوال پر حکومت او نړېوالې ټولنې غږ کړی چې د جنګي جرمونو د دې لړۍ مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG