د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ځینې له افغانستانه په تېښته دي خو ځینې بیا اختر لمانځلو لپاره ورته راځي


مشعل پاینده په کابل کې
مشعل پاینده په کابل کې

که څه هم په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د لمن د پراخېدو له امله د دغه هېواد اوسېدونکي اندېښمن دي او ډېری یې بهر ته د تګ لارې، چارې لټوي، خو شته بیا داسې کسان هم چې د اختر لمانځلو لپاره له بهره خپل هېواد ته راغلي دي.

۲۶ کلن مشعل پاینده یو له دغو ځوانانو څخه دی، نوموړی له هر څه عکسونه او ویډیو ګانې اخلي، په هر څه کې خوند ویني هم له ښاره، له بازاره، له راشه درشې، دودونو او رواجونو.

دی په فرانسه کې اوسي او کورنۍ سره د اختر تېرلو لپاره کابل ته راغلی دی وايي، په مسافرۍ کې اخترونه سخت پیکه دي، خو په وطن که ځانګړی خوند لري: "د وطن اختر ډېر ښایسته اختر دی، هلته په اروپا کې، اصلاً ویلی شم چې موږ اختر نه لرو، ځکه چې د اختر په ورځو کې زمونږ رسمیات وي، موږ یوازې د اختر لمانځه لپاره یو ساعت، دوه ساعته په ډېر مشکل رخصت اخلو، زه شپږ کاله وروسته خپل وطن ته راغلی یم او اختر خپلې کورنۍ سره تېروم نو ډېر خوشحاله یمه."

۲۶ کلن مشعل پاینده فرانسه کې اوسیږي.
۲۶ کلن مشعل پاینده فرانسه کې اوسیږي.

په افغانستان کې څو لسیزو جګړو او نا امنیو او له امله یې بې روزګاریو ډېری افغانان په خانګړي ډول ځوانان دې ته اړ کړل چې کډوال او په نورو ملکونو کې سختو او ملا ماتونکو کارونکو ته غاړه کېږدي.

خو له دې سره-سره یو شمېر دوی، په روان ناسم امنیتي وضعیت کې هم له بېلابېلو هېوادونو په زور ایستل کېږي او بېرته افغانستان ته ستنیږي چې په اړه یې په کوردننه او بهر د بشري حقونو د ملاتړو بنستونو له خوا اندېښنې هم مطرح شوي دي.

وروستۍ ځل په تېر جون میاشت کې ۴۲ افغان کډوال له المانه وایستل شول.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان دا مهال د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې شااوخوا شپږ اعشاریه پنځه میلیونه کډوال لري چې له دې شمېر بیا د روان کاله له پیله له پنځه سوو ۳۰ زرو زیات بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه دي.

مشعل وايي، که د وطن حالت سم وي، فکر نه کوي چې څوک دې له کور کلي لرې، د مسافرۍ ژوند ته زړه ښه کړي: "که امنیت راشي او بې کاري ختمه شي، زه په دې باور یم چې ټول کډوال به بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، ځکه چې د اروپا ژوند ډېر سخت دی، په ځانګړي ډول د خوشحالۍ په وختونو کې چې دلته کوم واده وي، یا اختر وي، نو دوستانو سره کښینو وایو چې دا څه ژوند شو."

دا ښايي، یوازې مشعل نه وي بلکې د یو شمېر نورو کورنیو غړي هم د اختر تېرولو لپاره خپل کور کلي ته راستانه شوي وي، خو د خوښۍ دا شېبې لنډمهالې او تر تګ وروسته یې یادونه ښايي ځورونکي وي.

مشعل له افغان حکومت او طالبانو دواړو غواړي چې سوله وکړي: "څلوېښت کاله کېږي چې زموږ په هېواد کې جنګ دی، هر کور او هرې کورنۍ یو شهید ورکړی دی، یوه کوڼده شته، په هر کور کې یتیمان شته، نو دا جګړه تر کومه وخته؟ تر کومه وخته به موږ جنګېږو او خپل وروڼه به وژنو؟ له طالبانو غواړو چې اوربند وکړي او له دولت مو غوښتنه ده چې له طالبانو سره کیني، روغه دې وکړي، سوله دې وکړي."

هغه غوښتنه چې د هر افغان ده، چا ویلې خو له چاسره نا ویلې پاتې ده.

دوی چې په خپل هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پراختیا ناهیلونکې خبرونه واوري، له دوحې نه د سولې له خبرو یو ښه زیري ته په تمه وي، خو ډېر وخت وشو چې هلته هم خبرې کېږي، د پام وړ پایله یې نه ده محسوسه.

XS
SM
MD
LG