امریکا، اروپايي ټولنه، ناټو او ۱۴ نور هېوادونه: طالبان دې تل‌پاتی اوربند وکړي

ارشیف، د ۲۰۱۸ کال کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د لوړ پوړو پلاوو ترمنځ د غونډې په سبا، د نړیوالې ټولنې له‌خوا یو ځل بیا په افغانستان کې د تل‌پاتې اوربند غږ پورته شوی.

که څه هم تمه وه چې په دوحه کې به پر یو شمېر موضوعاتو لنډمهاله هوکړه وشي، خو ښکاري چې داسې کومه پایله نه‌ده تر لاسه شوې.

اوس په افغانستان کې د امریکا، اروپايي ټولنې او د ناټو سربېره، د ۱۴ هېوادونو سیاسي استازولیو یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د روان تاوتریخوالي پای او د تل‌پاتي اوربند غوښتنه کړې.

په دې اعلامیه کې چې په افغانستان کې د کاناډا، چک، ډنمارک، استرالیا، اروپايي ټولنې، فنلند، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، هالنډ، ناټو، اسپانیا، سویډن، بریتانیا او امریکا ډیپلوماتیکو استازو له‌خوا خپره شوې راغلي، د طالبانو بریدونه د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته د رسېدو هڅې له‌منځه وړي.

د دې هېوادونو په ګډه اعلامیه کې یادونه شوې چې د طالبانو بریدونه ملکي خلک زیانمن او بې‌ځایه کوي او زیاتوي، دا بریدونه د خبرو له لارې د سیاسي حل او په دوحه کې د سولې بهیر څخه د طالبانو د ملاتړ له ادعا سره ټکر کې دي.

کندز کې د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي، هغه سیمې چې وروستیو کې طالبانو نیولي، ترې د بشري حقونو د سرغړونې، د خصوصي او عامه رسنیو د بندېدو او د بیان ازادۍ د کچې د راټیټېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر وايي، دوی هر څه ژر په ټول افغانستان کې د تل‌پاتې او ټولیز اوربند غوښتونکي دي.

راس وېلسن په خپله ټویټرپاڼه د دې اعلامیې د خپرولو ترڅنګ لیکلي "طالبان باید په ټول افغانستان کې له تاوتریخوالي ډک بریدونه بند کړي، دوی سمدلاسه د یوه تل‌پاتې او ټولیز اوربند غوښتنه کوي."

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، د اوربند غوښتنه د افغانانو په ګډون د ټولې نړۍ ده، خو طالبان ورته غاړه نه‌ږدي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال وايي: "د ټولو دریځ یو دی چې تاوتریخوالی، د افغانانو وژنه او د زېربناوو ورانول باید سمدلاسه ودرېږي. د افغانستان خلک حق لري چې د یوه ټولیز او تل‌پاتې اوربند خاوندان شي. له بده مرغه طالبان تل په وینا کې یو څه وايي او په عمل کې افغانان او ټوله نړۍ ویني چې دوی تاوتریخوالي ته دوام ورکوي."

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال

خو طالبان بیا له دې ادعاوو سره مخالفت ښيي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی سولې ته ژمن دي او په همدې هدف‌یې لوړپوړی پلاوی د سولې خبرې پر مخ وړي.

پر طالبانو د اوربند غږ داسې مهال کېږي چې د ناتأیید شویو راپورونو پر بنسټ، دې ډلې لنډمهاله اوربند د خپلو پاتې بندیانو له ازادۍ سره مشروط کړی دی.

هغه غوښتنه چې ښکاره ورسره افغان حکومت مخالفت ښودلی او وايي، د بندیانو له ازادۍ وروسته، طالبانو له ژمنې سره سره، تاوتریخوالی کم نه‌کړ او له خوشې شویو بندیانو یې هم ډېر شمېر بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي.