د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

دوحې غونډه؛ عبدالله: اوسنۍ خبرې لوی فرصت دی، ضایع کول به یې بدې پایلې ولري


دوحه کې د سولې روانه غونډه
دوحه کې د سولې روانه غونډه

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانود لوړ پوړو پلاوو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې.

د دې خبرو د پرمخ وړو لپاره له کابله د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس په ګډون اووه‌ کسیز پلاوی پرون دوحې ته رسېدلی دی.

د دې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او اصلي قربانیان خلک دي.

ښاغلي عبدالله د خبرو له لارې د اوسنۍ شخړې په پای د ټینګار ترڅنګ وویل، له نظامي لارې یوازې جګړه اوږدېدلای شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس د سولې اوسنۍ خبرې فرصت وباله او زیاته یې کړه، دا پلاوی واک لري چې په هر ډول موضوع بحث او خبرې وکړي، څو وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي.

دې غونډې ته په وینا کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عبدالغني برادر د افغانستان د پرمختګ لپاره، یو پیاوړی، مرکزي او خپلواک اسلامي نظام اړین وباله او زیاته یې کړه، په دې اړه باید ټول لوري له ځان غوښتنې شخصي ګټو او موخو تېر شي.

ښاغلي برادر د سولې خبرو ته په اشارې وویل، که څه هم دا خبرې پرمختګ نه‌لري، خو بیا هم هیله‌من دي او د خبرو د بریا لپاره هڅې کوي: "موږ چې لوړ اهداف تر لاسه کوو باید له جزییاتو تېر شوو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې‌باوري او بې‌اعتمادي باید ختمه کړو. د ولس د وحدت او یووالي لپاره کار وکړو، د ټولو هغو هڅو پرضد په کلکه ودرېږو چې زموږ ارضي تمامیت او ملي وحدت ګواښي."

عبدالغني برادر د افغانستان د پرمختګ لپاره، یو پیاوړی، مرکزي او خپلواک اسلامي نظام اړین وباله
عبدالغني برادر د افغانستان د پرمختګ لپاره، یو پیاوړی، مرکزي او خپلواک اسلامي نظام اړین وباله

خو له دې خبرو وروسته، د دواړو لورو د اووه کسیز پلاویو ترمنځ د سولې خبرې د بندو دروازو او له رسنیو له شتون پرته پیل شوې.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، په یو شمېر مهمو او بنسټیزو موضوعاتو به خبرې وشي، خو هغه په دې اړه ډېر جزییات ور نه کړل: "موږ هیله‌مند یوو چې دا مذاکرات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د تامین لپاره ګټور ثابت شي او ښې پایلې ولري. په دې خبرو کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث کېږي."

خو یو شمېر کورنیو رسنیو لیکلي، د دې مذاکراتو بنسټیز موضوعات پر اوربند، انتقالي یا لېږدیز حکومت او د پاتې طالب بندیانو په ازادۍ خبرې اترې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

هغه چې رسمي سرچینې یې نه تاییدوي او نه یې ردوي.

طالبان بیا وايي، د خبرو لومړیتوبونه نه دي ټاکل شوي او که مقابل لوری یې هره موضوع لري، د خبرو پر مېز به پرې بحث کېږي.

په ورته وخت کې نن کابل هم د سولې لپاره د ځوانانو د ملي کنفرانس کوربه و چې د دې کنفرانس ګډونوالو هم د جګړو او تاوتریخوالي په بندېدو ټینګار درلود.

په دوحه کې په لوړه کچه د سولې دا خبرې په افغانستان کې د جګړې له چټکېدو او ګرمېدو وروسته پیلېږي.

دا خبرې هم په همدې هیله پیلېږي چې په افغانستان د جګړې پر سرو لمبو د سولې یخې اوبه توی کړي، خو دا چې له دې پړاو مذاکراتو به دا موخه ترلاسه شي او که نه، له وخت وړاندې ده.

XS
SM
MD
LG