دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پای؛ پر اوربند یا اورکم څه پرېکړه ونه‌شوه

دوحه کې د وروستۍ بین‌الافغاني غونډې لومړۍ ورځ

د لوی اختر تر راتلو دمخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په لوړه کچه بین‌الافغاني خبرې د سولې پروسې د چټکۍ په ټینګار پای ته ورسېدې، خو د اوربند یا اورکم څه پرېکړه په‌کې ونه‌شوه.

د افغان پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کوله. د طالبانو په استازیتوب هم د دې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرې رهبري کولې.

عبدالله عبدالله د دې غونډې په پای کې له ملا عبدالغني برادر سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل: "تفصیلي مذاکرات مو درلودل. د خبرو د دغه دور مقصد دا وو چې د مذاکراتو بهیر چټک شي. سرعت پیدا کړي څو که خدای وغواړي چې موږ یوې پایه‌داره سولې ته ورسېږو. موږ دا فغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي له لوري د طالبانو د محترم تحریک پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې له پروسې د ملاتړ په برخه کې یو موټی او متحد ولاړ دی."

د عبدالله عبدالله او ملا برادر سره په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني هم ناست و چې دواړو ښاغلي عبدالله او ملا برادر ترې د دوه ورځنۍ غونډې د جوړولو په خاطر مننه وکړه.

دوحه کې په وروستۍ بین‌الافغاني غونډه کې افغان لوری

ملا برادر وویل چې دوه ورځې خبرې په مثبته فضا کې وشوې او د ورته غونډو په بیا جوړېدو ټینګار وشو.
د بین‌الافغاني مذاکراتو د مشرانو کنفرانس الجزیرې ټلوېزیون خپراوه او په سر یې عربي او انګرېزي همزمانه ژباړې چلولې.

ملا برادر د خبرو په پیل کې وویل: "مشرانو، کشرانو او علمای کرامو. السلام علیکم. دا دوه ورځې موږ په ښه فضا کې مذاکراتي غونډې درلودې چې په‌کې موږ د افغانستان او راتلونکي په اړه مهم بحثونه وکړل."

دواړه خواوو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه ورکړه.

د مذاکرو د ګړندي کولو او د ورته ناستو د ترسراوي د دوو مواردو ترڅنګ چې په ګډه اعلامیه کې ترې لومړی یادونه شوې دا ټینګار هم شوی چې په افغانستان کې ملکي زېربناوې خوندي پاتې شي، د ملکیانو د تلفاتو مخه ونیول شي او د بشري مرستو په اړه دې همکاري وشي.

ګډه اعلامیه چې بېګا لومړی د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر خپره کړه او وروسته رسنیو هم واخیسته په دغو لاندنیو ټکو ټینګار کوي.

دوحه کې د وروستۍ بین‌الافغاني غونډې دوهمه ورځ

  • دوی [مذاکراتي خواوو] د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌
  • دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه‌وو او ښځینه‌وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لري.
  • دوی ژمن دي‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکېل پاتې شي تر څو دغسې یو جوړجاړی ترلاسه شي او د همدې هدف لپاره به دوی په راتلونکي ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ورکړي. په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندي ‌کولو هدایت وکړ.‌
  • ټول اړخونه ډاډ ترلاسه کوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زېربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي. په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپرېدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د اکسیجن او نورو اړینو توکو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
  • دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د قطر هېواد سخاوتمندانه مرسته ستايي.
  • همدارنګه د ګاونډیو، سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوي.‌

دوحه کې په وروستۍ بین‌الافغاني غونډه کې طالب لوری

په لوړه کچه د دوحې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو خاص استازي زلمي خلیلزاد هیله‌مندي ښودلې وه چې د اختر په مناسبت به اوربند وشي.

د قطر پلازمېنه دوحه کې داسې وخت طالبان او افغان حکومت د لانجې د سوله‌ییز او تلپاتي حل په لټولو ټینګار کړی چې د جګړې ډګر لا هم تود دی.

د راپورونو له مخې له پلازمېنې کابل او ځینو څو ولایتونو پرته شاوخوا ۲۸ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو وسله‌وال جګړه کوي.

ګڼې سیمې له کله چې بهرنيو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي د دواړو خواوو ترمنځ لاس په لاس شوي.