دوحه کې پر سولې غونډه؛ "نن پر اساساتو 'اوربند او سیاسي مشراکت' خبرې کېږي

دوحه کې د سولې روانې خبرې

د مصالحې عالي شورا وایي، د بین الافغاني خبرو لس میاشتې په فرعي مسایلو ضایع شوي او په خبره یې اوس بنسټیزو بحثونو ته اړتیا ده.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې ازادي راډیو ته وویل چې د دولت او طالبانو جرګه شوي لوړ پوړي استازي دا ځل هڅه کوي چې پرېکړو ته ورسیږي.

ښاغلي خوځون وویل، د استازو ۱۴ کسیزه کمېټه څو بنسټیزې مسالې څیړي اوهڅه کوي چې هوکړه پرې وکړي: "له منځګړي نه نیولې، تر اوربند او سیاسي مشارکت پورې دا هغه موضوعات دي چې اساسي بحثونو کې شامل دي. موږ باید په ښکاره او واضح ډول پردې موضوعاتو بحث وکړو. د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوی، خصوصاً اوس چې مشران راغلي دي، دا صلاحیت لري او په کابل کې د دولت د رهبرۍ ملاتړ له ځان سره لري. په دې اړه مشورې شوي دي، پر دې موضوعاتو به طبیعتاً بحث کېږي او دا صلاحیت هم شته چې تصمیم پرې ونیول شي."

د مصالح عالي شورا ویاند فریدون خوځون وویل لوړ پوړي استازي دا ځل هڅه کوي چې پرېکړو ته ورسیږي.

دوحه کې دا ځل د دولت د پلاوي مشري د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له خوا د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.

دواړو مشرانو پرون په پرانیستونکې غونډه کې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ګړندۍ او سیاسي جوړجاړي ته هڅې تېزې شي.

Your browser doesn’t support HTML5

دطالبانو او دولت دخبرو پیل ، په اوربند خبرې کیږي

د مصالحې عالي شورا ویاند ښاغلی خوځون وایي، دا ځل دواړه لوري هیله من ښکاري او په خبره یې د لیدو کتو فضا هم تېرو وختونو ته په کتو مثبته ده.

دی وايي: "په برخورد او راشه درشه او دغه راز ادابو د مجلس کې د پخوانیو مجلسونو او مذاکراتو پرتله توپیر جوت راغلی و. دواړو مشرانو، هم ډاکټر صاحب عبدالله او هم د طالبانو په مشرۍ چې ملابرادر خبرې وکړې، دواړو ټینګار وکړ چې مذاکرات باید سرعت پيدا کړي. په تېرو لسو میاشتو کې چې مذاکرات پيل شوي دي، تراوسه یې ښکاره نتیجه ده ورکړې. بحثونه چې پرون وشول او نن هم کېږي په همدې خاطر دي چې مجهول حالت ختم شي."

په دې اړه نور: دوحې غونډه؛ عبدالله: اوسنۍ خبرې لوی فرصت دی، ضایع کول به یې بدې پایلې ولري

د طالبانو ویاند محمد نعیم هم ازادي راډيو ته لیکلي، فضا ښه ده او په خبره یې دا ناسته له نورو سره دا توپیر لري چې په لوړه کچه مشران سره ناست دي.

د افغان دولت او طالبانو د ۱۴ کسیزې کمېټې بحثونه د بندو دروازو تر شا روان دي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، فضا ښه ده او په خبره یې دا ناسته له نورو سره دا توپیر لري

د دوی مطبوعاتي مسولین وایي، په پای کې به هر ډول پرمختګ له ولس سره شریک شي.

د سیاسي جوړجاړي په هدف تازه هڅې داسې مهال پيل شوي چې د افغانستان جګړه ییز شرایط ډېر بدل شوي دي.

طالبانو همدا پرون اعلان وکړ چې تېرو دوو میاشتو کې یې ټولټال ۱۹۴ ولسوالۍ نیولي دي.

دولت تراوسه د دغه شمېر ولسوالیو سقوط تایید یا رد کړی نه دی، خو د دفاع وزیر یې تېره ورځ وویل، د سیمو لاس په لاس کېدل عادي چاره ده او دوی کلک هوډ لري چې د طالبانو تحرکات شنډ کړي.