ملګري ملتونه: نړۍ کې د بشري کړکېچونو توپان جګړه ځپلو سیمو ملکيان بې اسرې کړل

ارشیف، د کندز له جګړو را بې ځایه شوي کډوال

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د بشري بحرانونو توپان په جګړه ځپلو سیمو ملکي خلک بې اسرې کړي او دا ملکي وګړي د دې جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

ښاغلي ګوتېریش پرون د جولای په شپاړسمه امنیت شورا ته په یوه لیکلي وینا کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ولوسته همدا راز وویل چې له دې سره د بشري مرستو پر رسوونکو او روغتیا پالانو د بې رحمه حملو څپه هم یوځای شوې ده.

د سرمنشي په وینا کې یادونه شوې چې بشري مرستو ته اړتیا د ملګرو ملتونو د توان پرتله زیاتې دي او مرستندویې ټولنې د کرونا د وبا له کبله نه شي کولای د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، ملکي وګړي د جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

ګوتېرېش زیاتوي چې په نړۍ کې بشري مرستو ته اړتیا هېڅکله هم دومره زیاته نه وه لکه اوس چې ده او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې هڅه کوي چې په سږنې کال کې د نړۍ ۱۶۰ میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي چې دومره لوړه اندازه د ده په وینا له دې مخکې نه ده لیدل شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان، یمن، سوریه او د ایتوپیا تیګرې سیمه د هغو مثالونو په توګه یاد کړل چې بشري بحران په کې په زیاتېدو دي.

هغه د افغانستان د یادونې پرمهال وویل چې په تېر جون میاشت کې یوازې په یوه اوونۍ کې ۲۴ ملکيان چې روغتیاپالان هم په کې ووژل شول.

ګوتېرېش وویل، په افغانستان کې د سږني کال په لومړۍ ربع کې، د ملکي مرګ ژوبله د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۲۹ او د ښځو مرګ ژوبله په سلو کې ۳۷ زیاته شوې ده.

ګوتېرېش وویل، افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۹ سلنه زیاته شوې.

د یمن په باب د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په دې هېواد کې هره ورځ په متوسط ډول لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي مړه یا ټپیان دي، شل میلیونه وګړي سمدستي بشري مرستو ته اړ دي او پنځه میلیونه له وچکالۍ سره مخامخ دي.

ښاغلي ګوتېرېش د سوریې او ایتوپیا د بشري کړکېچونو مثالونه هم یاد کړل او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو، د بشري مرستو د رسوونکو، روغتیاپالو، روغتونونو، ښوونځیو، د اوبو رسولو د مرکزونو او نورو بشري تاسیساتو د خوندیتوب لپاره د خپلو پرېکړه لیکونو د ملاتړ په برخه کې سمدستي اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ د هېوادونو پر حکومتونو هم غږ وکړ چې د دوی د کار د مخنیوي پرځای د بشري مرستو په رسولو کې همکاري وکړي او دا یقیني کړي چې د ترورېزم ضد عملیات د بشري مرستو عملیات زیانمن نه کړي.