د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د کډوالو نړېواله ورځ؛ دې کرونايي وضعیت کې افغان کډوال په څه حالت کې دي؟


ارشیف، افغان کډوال
ارشیف، افغان کډوال

نن د جون ۲۰مه د کډوالو نړېواله ورځ ده، دا ورځ سږکال داسې مهال را رسېږي چې نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې کرونا ویروس خپله لمنه پراخه کړې.

  • په دې وضعیت کې په نورو هېوادونو کې افغان کډوال په څه حالت کې دي؟
  • ایا دوی کرونا ویروس ضد واکسین ترلاسه کړی؟

په فرانسه کې افغان کډوال قیوم حبیبي وايي، کرونا فرانسه کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی.

قیومي زیاتوي، هغه افغانان چې په کرونا ویروس اخته شوي واکسین یې نه دی ترلاسه کړی: "ما د کرونا ویروس ناروغي تېره کړې، خو تر اوسه مې واکسین نه دی ترلاسه کړی او نه دی راکړل شوی، د افغان حکومت نه مې هیله ده چې فرانسه کې مېشتو افغانانو ته د کرونا د واکسین په اړه زیاتې هڅې وکړي."

فرانسه کې افغان کډوال
فرانسه کې افغان کډوال

نوموړی درې کاله مخکې له افغانستانه فرانسې ته کډوال شوی.قیومي وايي، په افغانستان کې یې بې کاري او نا امنیو نور ژوند ور تریخ کړی و.

خو په پاکستان کې بیا افغان کډوالو ته د کرونا ضد واکسین پیل شوی.

د دې هېواد د بلوجستان ایالت د پشین سیمه کې د افغان کډوالو یو کمپ کې د کرونا ضد واکسین له تیرې یوې اوونۍ راهیسې پیل شوی دی.

په پښتونخوا کې د ازادي راډیو د مشال څانګې سره د پشین سیمې افغان کډوال په مرکه کې وايي، واکسین ور رسیدلی دی.

افغان کډوال طاهر پشتون وايي: "نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې د واکسین په اړه منفي تبلیغات کېدل، نو زه د افغان کډوالو په استازيتوب راغلم واکسین لګولو ته، څو نورو افغانانو ته دا پیغام ورسوم چې کوم ستونزه نشته او باید واکسین وکړي."

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

خو دلته په افغانستان بیا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر (UNHCR ) وايي، دغه سازمان له افغان حکومت سره په ګډه په ټولو هغه هېوادونو کې چې افغان کډوال مېشت دي، دوی ته د کرونا ضد واکسین د رسېدو لپاره هڅه کوي.

په کابل کې د دې سازمان ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "يو. اېن.اېچ.سي.ار په ایران او پاکستان کې چېرته چې افغانان مېشت دي او کارتونه لري د کرونا واکسین لپاره یې غږ پورته کړی او دا به دوام ولري، نو افغان کډوال کولای شي د کرونا واکسین په ایران او پاکستان واخلي او ځینې کسان هم تر اوسه له دې واکسینه برخمن شوي دي."

ښاغلی فرهاد وايي، سږکال د کډوالو نړېواله ورځ داسې مهال را رسېږي چې کرونا ویروس د نړۍ ډېری هېوادونه له بحران سره مخ کړي.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا روان حالت ته په کتو له ټولو هغه هېوادونو څخه چې افغان کډوال په کې مېشت دي، د همکارۍ غوښتنه کوي.

د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته د کرونا ضد واکسین پیل شوی دی.

د ښاغلي انصاري په خبره، سره له دې چې افغانستان کې امنیتي حالت او کرونا وبا ټولې چارې له بحران سره مخ کړي، خو بیا هم د روان میلادي کال له پیل سره سلګونه زره کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

عبدالباسط انصاري وویل، پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته د کرونا ضد واکسین پیل شوی دی.
عبدالباسط انصاري وویل، پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته د کرونا ضد واکسین پیل شوی دی.

دی وايي: " موږ اوس مهال شااوخوا ۶،۵ میلیونه کډوال او پناه غوښتونکي چې په ۷۰ هېوادونو کې یې لرو او له د ۲۰۲۱ کال له پیل سره تر دا مهاله شااوخوا ۵ سوه ۳۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راغلي چې ګن شمېر له ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو څخه دي."

نوموړی وايي، نا امني، اقتصادي ستونزې او په وروستیو کې د هدفي وژنو د ګراف لوړوالی د دې لامل شوه چې ډېری افغانان خپل هېواد پریږدي.

نوموړی دا هم وايي، د یادو ستونزو په ځانګړي ډول ناامنۍ له امله یوازې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، ۱۸۴۰۰ له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

دغه وزارت وايي، تېر لمریز کال په افغانستان کې ۹۲۰۰۰ کورنۍ د جګړو او نورو ستونزو له امله له خپلو سیمو او کورنو بې ځایه شوي وې.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو سازمان د جون ۲۰ مه د کډوالو نړېوالې ورځې په تړاو د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د جګړو شدت، تاوتریخوالی او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله په ټوله نړۍ کې ۸۲.۴ میلیونه خلک بې کوره شوي چې دا د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښي .

په دې راپور کې ویل شوي چې دا شمېر په چټکی سره د زیاتیدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG