د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

هېواد: ترهګري ټولو ته معلومه ده چې د چا له خوا يې ملاتړ کېږي او د څه لپاره؟


ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانستان وضعيت بايد په جدي توګه کنټرول کړل شي.

دې هېواد کې وروستيو جګړو ته په اشاره شوې لیکل شوي چې په دې جګړه کې نه يوازې د طالبانو په لاس سقوط شوي ملي تأسيسات له منځه وړل کېږي، بلکې د ولس عامه شتمنۍ هم لوټل کېږي.

د ورځپاڼې په وینا چې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو هم په افغانستان کې دا تاوتريخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی او خبرداری يې ورکړی چې که د سولې خبرې يوې پايلې ته و نه رسېږي، نو احتمال شته چې په دغه هېواد کې بشري ناورين رامنځته شي.

لیکوال د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ لیکلي چې همدا اوس شااوخوا دوه اعشاريه پينځه ميليونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او تر څنګ يې شااوخوا ۴،۵ ميليونه افغانانو بیا د جنګ جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

لېکوال ټینګار کړی چې ترهګري اوس ټولو ته مالومه ده چې د چا له خوا يې ملاتړ کېږي او د څه لپاره؟ او په وینا یې که دا ترهګري په خپلو ځالو کې وځپل شي او په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د دغو دښمنو لوريو لاسونه لنډ کړل شي، سوله خپله راځي او بحران له منځه ځي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هغې اعلامیې ته په اشارې لېکنه خپره کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د کوربه توب څخه پر مننې له هغوی غوښتي چې د نوېو کډوالو پر وړاندې خپل سرحدونه پرانیستي وساتي.

د لېکوال په وینا دا د دې معنی ورکوي چې امریکایان د افغانستان وضعیت داسې ګڼي چې ښایي یو وار بیا به خلک ترې کډې کوي.

لېکوال د امریکایې چارواکو وروستۍ څرګندونې د جمهوریت ضد بللی او لیکلي یې دي چې دا په خپل وار یو بل سپین چک دی چې د امریکایانو له خوا طالبانو ته ورکول کېږي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې امریکا د سولې پروسې له پیله تر نننه یوازې د طالبانو په تقویه کولو کې اخته ده.

ورځپاڼې تندې نېوکې کړي چې په لومړي سر کې امریکا طالبان د نړۍ سیاسي ستیژ ته را پورته کړل او د دوحې تړون یې لاسلیک کړ، اوس بیا د بهرنیو ځواکونو له وتلول اعلان سره هممهاله په داسې څرګندونو سره لګیا ده د افغان حکومت او پوځي قوتونو ملا ور ماتوي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د طالبانو له خوا د افغان ځواکو خلاف جګړې دوام ته په اشارې لیکلي چې نه یوازې دغلته جګړه روانه ده، بلکې د دې ډلې له خوا له تېرو دوو اونیو راهیسې له پکتیا سره د پکتیکا او غزني ولایتونو لویه لاره هم تړل شوې ده.

وړاندې یې د ځنیو چارواکو له قوله لیکلي چې له وسله والو طالبانو سره پاکستاني اتباع هم د افغان ځواکونو خلاف جګړه کوي.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ په پکتیا کې د سختو جګړو له امله دواړو غاړو ته د درنو تلفاتو ترڅنګ د ځايي خلکو په خبره وسله والو طالبانو په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې ګڼې سیمې هم نیولې او ماینونه یې ځای په ځای کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې د دې جګړو له امله له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG