د افغانستان امنیتي او دفاعي سکټور: دښمن سره مرسته کوونکي ملي خاینین به محاکمه شي

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند وایي، هر څوک چې په وینا یې له دښمن سره همکاري کوي هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي.

اجمل عمر شینواري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې امر څخه هېڅوک مستثنی نه‌دي او له دښمن سره هر ډول مرسته کوونکي به د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي.

ښاغلی شینواری زیاتوي: "هر څوک چې په جنګي شرایطو کې له دښمن سره مرسته کوی، ملي خیانت کوي او باید د ملي خیانت په جرم محاکمه شي. دا د محکمې صلاحیت دی چې دا ډول کسانو ته څه ډول سزا ورکوي."

ښاغلی شینواری وروسته له هغې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نائب‌زاده له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړ، دا څرګندونې کوي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یو غږیز پیغام خپور شو چې په‌کې امرالله صالح ښاغلي نائب‌زاده ته ملي خاین وایي.

په دې اړه نور: امرالله صالح ته منسوب غږیز پیغام؛ نایب زاده: که خاین ثابت شوم اعدام مې کړئ

په دې غږیز پیغام کې ښاغلي صالح د ولسې جرګې دې غړي ته ویلي چې د بادغیس پر مرکز قلعه‌نو حمله کې یې له طالبانو سره مرسته کړې او د دې خیانت له امله به‌یې دوزخ ته ولېږي.

خو ښاغلي نائب‌زاده ځان د دولت ملاتړی بولي او دا ډول تورونه‌یې په کلکه رد کړي دي.

د افغانستان ولسی جرګې هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د ولسمشر د لومړي مرستیال له‌خوا یې د کره اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه کړې، خو د امرالله صالح دفتر ویلي چې په دې هکله کافي اسناد موجود دي.

په همدې حال کې د ولسی جرګې منشي کریم اتل وايی چې ملي خاین که هر څوک وي باید مجازات شي، خو دی ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید بشپړ اسناد او شواهد موجود وي.

ښاغلی اتل وايي: "یو واقعیتونه دي او بل د یوه کس بدنامول او تورنول، باید د دې ترمنځ توپیر وشي. یو د شک له مخې د یو کس په ګوته کول دي چې له مخالفینو سره اړیکې لري او مرسته کوي. که اسناد او شواهد موجود وي چې مخالفینو سره تماس لري که هر څوک وي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د افغانستان ولسي جرګې منشي کریم اتل

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په تېره په شمالي ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه وایي چې دوی له دې ولسوالیو تاکتیکی شاتګ کړی.