د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ولسمشر غني: طالبانو! که سبا خبرو ته کېنئ، همدا نن کېنئ


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) په خوست ولایت کې یو ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، دی په سوله باور لري، خو وسله والو طالبانو لاهم د جګړې لار نیولې او د خبرو مېز ته نه کیني.

هغه څه چې طالبانو په تېر کې نه دي منلي او ویلي یې دي خبرو او مذاکراتو ته ژمن دي.

ولسمشر غني وویل، چې وسله وال طالبان که سبا خبرو ته کیني، نو نن دې رامخې ته شي او د خبرو له لارې دې اوسنی ستونزې حل کړي: "ستاسې خبره پرځای ده دا چې د سولې خبرو ته سبا کینو ولې نن نه کینو؟ ټول په تېږو یعنې په نرخ او مرکه پوهېږو، کله چې یو لوری مرکه غواړي او بل خوا مرکه نه مني، نو ایا دا نرخ دی؟، د خدای امر دی چې اول سوله وغواړئ، هغه چا چې و نه منله د هغه مقابل کې ودریږئ."

نوموړي وویل چې د افغانستان په اوسنی جګړه کې هره ورځ سلګونه افغانان مري او ګڼو ټولګټو پروژو ته زیان رسیږي چې د دې ټولو زیانونو مسوول وسله وال طالبان دي.

خو وسله والو طالبانو په تېره کې ویلي چې د ټولګټو پروژو او د عامه تأسیساتو خوندیتوب ته ژمن دي.

ښاغلي غني وویل، هغه نظامیان به، په نظامي رتبو ونازوي چې د پکتیا سقوط شوي ولسوالۍ بېرته ونیسي.
ښاغلي غني وویل، هغه نظامیان به، په نظامي رتبو ونازوي چې د پکتیا سقوط شوي ولسوالۍ بېرته ونیسي.

ښاغلي غني وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، وسله وال طالبان د شریعت پرځای د امرېکا او وسله والو طالبانو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې په پلي کېدو ټینګار کوي.

ولسمشر غني په داسې مهال یو ځل بیا د سولې په خبرو اترو ټینګار وکړ چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې ګڼې ولسوالۍ سقوط کړي، هغه څه چې د افغانستان دفاع وزارت یې تاکتیکي شاتګ بولي.

ښاغلي غني وویل، هغه نظامیان به، په نظامي رتبو ونازوي چې د پکتیا سقوط شوي ولسوالۍ بېرته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په پکتیا کې نهه ولسوالۍ په یوه او بل پسې سقوط کړې چې له امله یې د پکتیا په ځایي ملکي او نظامي چارواکو تُندې نیوکې وشوې او بالاخره د دې ولایت ملکي او نظامي رهبري له دندو لېرې او پرځای یې نوي کسان وټاکل شول.

ولسمشر غني همدا راز وویل، چمتو دی چې همدا نن له وسله والو طالبانو سره خبرو ته کیني، خو په دې شرط چې د افغانستان اوبه به نه پلوري، د ډېورنډ کرښې د نه منلو ډاډ به ورکوي او هېواد به یو ځل بیا د څلورلارې پرځای په یوه لاري د بدلولو هڅه نه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د چا لپاره جنګېږئ، د افغانستان لپاره که غواړئ چې افغانستان د نورو لاس لاندې راشي، که افغانستان باندې مئین یئ، ما سره ژمنه وکړئ چې ډېورند کرښه مو نه ده منلې، ما سره ژمنه وکړئ چې افغانستان به د څلور لاري نه به یوه لاري نه بدلوئ، ما سره ژمنه وکړئ چې د افغانستان اوبه به نه خرڅوئ."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د ښاغلي غني د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګون هم را واخلي، خو د بیا-بیا هڅو سره-سره ونه توانېده.

XS
SM
MD
LG