صالح: طالبان هېڅ‌کله افغانستان نه شي نیولای، د حکومت کولو وړتیا هم نه لري

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح

د افغانستان جمهور رییس غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان هېڅ‌کله افغانستان نه شي نیولای او دلته د حکومت کولو وړتیا هم نه لري.
ښاغلي صالح په خپله ټویټرپانه کې لیکلي، دی اوس‌مهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري، ځکه له هرې سیمې خلک خپلو ځایونو ته د افغان ځواکونو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کوي.
ښاغلی صالح داسې مهال پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل ناممکن بولي چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي، په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړنو د خوندیتوب او د سولې د ټینګښت لپاره باید تر وروستي بریده هڅې وشي.

راس وېلسن دا خبره د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپلو ټویټونو کې یاده کړې ده.

ښاغلي وېلسن زیاته کړې، په افغانستان کې دوه لسیزې د ډموکراسۍ، ازادۍ، پراختیا او روڼتیا په برخو کې خورا زیات پرمختګ وشو او اوس یې باید د خوندي کولو لپاره هر څه چې په وس پوره وي، وشي.
په دې اړه نور: وېلسن: افغانستان کې د لاسته راوړنو خوندیتوب ته دې هڅې وشي

دا په داسې حال ده چې طالبان بیا وايي، د مې له لومړۍ نېټې راپه دېخوا یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي.

د دې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له لوري ازادي راډیو ته د ګڼو ولسوالیو یو نوملړ هم استول شوي چې ګوندې د دغه ډلې په ولکه کې دي.

د دې نوملړ پر بنسټ تر ټولو ډېرې ولسوالۍ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سقوط شوي دي.

په نوملړ کې تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، بغلان، بلخ او پکتیا هغه ولایتونه دي چې طالبانو په کې د زیاتو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

  • د کورنیو چارو وزارت غبرګون

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له‌خوا په دې شمېر د ولسوالیو د نیولو ادعا ردوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د یو شمېر ولسوالۍ له ځینو سیمو افغان ځواکونه بل ځای ته تللي چې دا د سقوط په معنی نه ده.

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې لیکلي، د طالبانو دا ادعا د یوې ولسوالۍ په ټوله جغرافیه کې صدق نه کوي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "د یو شمېر ولسوالیو له ځینو سیمو افغان ځواکونه بل ځای ته تللي چې دا د سقوط په معنی نه ده."

طالبان د هېڅ‌ ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه‌لري او غړي یې په لېرې پرتو سیمو کې په پاشل شوي ډول پراته دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، هغو سیمو کې چې طالبانو پرمختګ کړی، شتون یې لنډمهالی او تل‌‌پاتې نه دی.

د کورنیو چارو وزارت له قوله، طالبان د هېڅ‌ ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه‌لري او غړي یې په لېرې پرتو سیمو کې په پاشل شوي ډول پراته دي.

  • د افغانستان د دفاع وزارت څرګندونې

هاخوا بیا د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم یوه خبرپاڼه کې د جګړې په ډګر طالبانو د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو خبره کړې.

اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان حکومت هم خپل لیدلوری بدل کړي

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا شوي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې ۱۴۳ طالبان وژلي او ۱۲۱ نور یې ټپیان کړي دي، خو د روانې جګړې د درېدو او د سولې خبرو د بیا پیلېدو غږونه هم پورته کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز له جمهور رییس غني سره لیدلي او د سیاسي یووالي پر اهمیت سربېره یې، د سولې خبرو په بیا پیلېدو پر اړتیا بحث کړی دی.

په همدې حال کې پاکستان چې له طالبانو په ملاتړ تورن دی، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خپل‌منځي خبرو په دوام ټینګار کړی.

شاه محمود قریشي وايي پاکستان هېڅ‌کله هم نه غواړي چې کابل کې ګډوډي راشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له یوه خصوصي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي: "پاکستان هېڅ‌کله هم نه غواړي چې کابل کې ګډوډي راشي یا هم پرې طالبان ولکه وکړي، خو اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان حکومت هم خپل لیدلوری بدل کړي او له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې پای ته ورسوي. طالبان هم افغانان دي او د جمهور رییس غني ملګري هم. افغانان باید خپل‌منځ کې کېني او د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په دوحه کې بیا د سولې خبرو له پرمختګ او د دواړو لوریو ترمنځ د غونډو له دوام هېڅ خبر نه‌شته.

که څه هم دواړه لوریو په ځلونو ژمنې کړې چې د سولې خبرو ته چمتو دي، خو د دې ژمنې پایله او برخلیک دواړه نا معلوم دي.