د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

مککانل سره د غني لیدنه؛ بایډن دې له افغانستانه د سرتیرو د ایستلو پرېکړه وځنډوي


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر سناتور مچ مککانل هیله څرګنده کړې چې د طالبانو پوځي پرمختګ او د کابل د پرځېدو احتمال ته په کتلو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن باید له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پالیسي وځنډوي.

ښاغلي مک‌کانل د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر په لومړۍ ورځ د کانګرس په ماڼۍ کې له ښاغلي غني سره وکتل. د افغانستان مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په دې کتنه کې د ښاغلي غني سره مل و.

د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل
د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل

ښاغلي مک‌کانل د ملاقات نه وروسته په یوې اعلامیې کې لیکلي: "ویاړم چې د کانګرس په ماڼۍ کې مې جمهور رئیس غني ته په داسې حال کې هرکلی ووایه چې د دواړو هېوادونو اړیکې په یوې نازکې شیبې کې دي. د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په هکله د جمهور رئیس بایدڼ پرېکړې زموږ افغان شریکان د هغو ګواښونو په مقابل کې یوازې پریښي چې د هغه ٰبایډن' سلاکارانو هم منلې چې شدید او مخ په خرابیدو دي."

ښاغلي مک‌کانل استدلال کړی چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره طالبان زړور شوي او د وروستیو کلونو د لاسته راړونو د په شا کولو هڅه کوي چې په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه او د کابل د نیولو په تکل کې دي، خو بیا هم هغه ټینګار کړی چې دغه "غمیزه" د مخنیوي وړ ده.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بهیر د پیل راهیسې چې د مې په لومړۍ نیټه پیل شوی د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو بریدونو زور اخیستی او په څو تېرو اونیو کې یې څو ولسوالۍ نیولي دي.

ښاغلي مککانل د امریکا د دفاع وزیر په ګډون د لوړ پوړو پوځي مقاماتو په څرګندونو باندې په تکیه کولو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د تحرکاتو په زیاتوالي سره د القاعده شبکه د بیا راپورته کېدو نیت لري.

د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن
د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن

د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن یوه اوونۍ مخکې د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې ته په استماعیه غونډه کې وویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته به د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلې په دوو کلونو کې د دې توان ولري چې امریکا او متحدین یې وګواښي.

سناتور مک‌کانل په اعلامیې کې ویلي چې هیله ده جمهور رئیس جو بایډن له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پرېکړه وځنډوي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس باب منندز، هم په یو ټویټ کې لیکلي چې د جمهور رئیس غني او ښاغلي عبدالله سره به وګوري.

هغه ویلي: "د طالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو ته په پاملرنې د ٰافغاني' نجونو او ښځو د ساتنې لپاره په اقداماتو او دا چې امریکا څنګه کولای شي په افغانستان کې د ثبات ملاتړ وکړي، په دې لړه به خبرې وکړو."

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمیر نور چارواکي ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG