ننګرهار کې د پنځو واکسیناتورانو وژنه؛ د پولیو ضد واکسین کمپاین 'ودرول' شو

ننګرهار کې د روان زېږدیز کال د مارچ میاشتې وروستیو کې په ننګرهار کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو په وینو لړلی د واکسین د ساتنې بکس

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وروسته له هغې چې نامعلومو وسله‌والو د پولیو ضد واکسین کمپاین ۵ واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل، دغه کمپاین ودرول شو.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، نامعلومو وسله‌والو نن له غرمې وړاندې د ننګرهار په خوګیاڼو، سرخ‌رود او جلال‌اباد ښار کې ۵ جلا جلا بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۵ واکسیناتوران ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې یې د دوو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په ختیځ کې د پولیو د مخنیوي د عملیاتي مرکز مسؤلان وایي، د واکسیناتورانو ژوند ته د شته ګواښونو د مخنیوي په خاطر د درول شوي کمپاین له امله په ټول ننګرهار کې شااوخوا درې‌نیم لکه ماشومان چې واکسین ورته باید تطبیق شوی وی، له واکسینه پاتې شول.

د دغه مرکز مشر نجیب‌الله کامه‌وال وایي، په افغانستان کې یې د پولیو د مخنیوي برخه کې د بهرنیو مرستندویانو او ځایي ولایتي مسؤلانو سره په ګډه د واکسیناتورانو د خوندیتوب په خاطر تر امر ثاني پورې د واکسیناسیون کمپاین د درولو پرېکړه کړې ده.

ښاغلی کامه‌وال اندېښنه ښيي چې که چېرته د واکسیناتورانو د وژنې لړۍ دوام وکړي او خوندیتوب ته‌یې پام ونه‌شي، نو د پولیو ضد واکسین څخه د شااوخوا درې‌نیم لکه ماشومانو د محرومېدو امکان شته.

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د یوه وژل شوي واکسیناتور مړی

دی زیاتوي: "د ولایت مقام او همدارنګه د نړیوالو مؤسساتو چې له موږ سره د پولیو په مخنیوي کې مرستې کوي، د دې ټولو په همغږۍ فیصله دا وه چې باید د اوس لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین په ننګرهار کې متوقف شي، موږ يه ننګرهار کې د ۷ لکو په شااوخوا کې له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان لرو چې تېره ورځ‌یې ۳۰ سلنه واکسین شوي وو، ننني ارقام نهایي نه‌دي، خو د پرون او نن ورځې په جریان کې دې امکان ولري چې ۵۰ سلنه ماشومان مو واکسین کړي وي، نو په ننګرهار کې د درې‌نیم لکه په شااوخوا کې ماشومان له واکسینه پاتې شول."

نجیب‌الله کامه‌وال له ټولو خواوو وغوښتل چې د واکسیناتورانو پر وړاندې تاوتریخوالی چې د ده په خبره بې‌طرفه ډله ده، ودروي او پرېږدي چې د افغانستان د ماشومانو د روغتیا لپاره کار وکړي.

د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۳۰مه هم کله چې په جلال‌اباد کې درې تنه ښځينه واکسیناتورانې ووژل شوې، د دوه ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین درول شوی و. د دغې پېښې عاملان تر ننه په تېښته بریالي دي.

خو اوس د ننګرهار اوسېدونکي وایي، که د تېرو وژل شویو واکسیناتورانو د قتل عاملان نیول شوي او قانون ته سپارل شوي وی، نو نن به دا پېښې نه‌تکرارېدې.

ننګرهار کې د روان زېږدیز کال د مارچ میاشتې وروستیو کې په ننګرهار کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو له ډلې د یوې مړی

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی اجمل پر ځایي چارواکو نیوکه کوي چې ګوندې د خلکو د خوندیتوب په برخه کې جدي نه‌دي او په خبره‌یې، ځکه خو د جرمونو او قتلونو پېښې تکرارېږي.

دی وايي: "که چېرې حکومت د تېرو وژل شویو واکسیناتورانو قاتلین نیولي وی، نو نن به دا پېښې نه‌تکرارېدای او دغه واکسیناتوران به نه‌فتلېدل، اوس هم حکومت ته په‌کار ده چې د دغو واکسیناتورانو قاتلین ونیسي څو نورو ته د عبرت سبب او نورو واکسیناتورانو باندې داسې پېښې ترسره نه‌شي."

په ننګرهار کې پر واکسیناتورانو دغه بریدونه له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ د دغو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې او وایي، دوی په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن

خو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وایي، دوی د واکسین له تطبیقوونکو او د دوی له مسؤلانو سره همغږي کړې وه او هېڅ وخت‌یې پر وړاندې بې‌پروایي نه‌ده کړې.

د نوموړي په خبره، که څه هم د پېښې عاملان له سیمې تښتېدلي، خو په خبره‌یې، کشفي او امنیتي ارګانونه‌یې پلټنې کوي څو ونیول شي او قانون ته وسپارل شي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "دا یوه د انسانیت ضد پېښه ده، موږ له اړوندو ادارو سره چې د واکسین په برخو کې کار کوي، همغږي رامنځته کړې وه، اړوندو مسؤلانو ته سپارښتنه شوې وه چې د اړتیا پر مهال له دوی سره مرسته وکړي، ولې دښمن نهایت بزدلانه ترهګریزه کړنه ترسره کړې ده او زموږ رضاکاران‌یې چې په ډېرو کمو پیسو کار کوي، په شهادت رسولي او ټپیان کړي یې دي."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې نن‌یې دوهمه ده.

د ننګرهار د مسؤلانو په خبره، په پام کې وه چې په دې درې ورځني کمپاین کې به شااوخوا ۷ لکه ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځه کلنۍ کم دي، په ننګرهار کې واکسین شي.