د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو


ارشیف، کندهار کې د پولیو ضد واکسین تطبیق
ارشیف، کندهار کې د پولیو ضد واکسین تطبیق

نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت دغه کمپاین نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۹» له خپلو نړیوالو مرستندویه ادارو او د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل کړ.

‎دغه وزارت د سږ میلادي کال له پیل تر دمګرۍ د ګوزڼ د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول تازه پېښو د ثبتېدو خبره هم کوي.

‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح په کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا کمپاین به ۳۲ ولایتونو کې پلی شي او په خبره‌یې پاتې دوو ولایتونو ته د نا امنیو له امله دغه واکسین نه‌شي رسېدلی.

ښاغلی مجروح وايي: "د پولیو د له‌منځه وړلو کمپاین نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د خپلو ملي او نړیوالو شریکانو په مرسته پیلوو، په ظاهر کې د پولیو د محلول یو څاڅکی اچول د دغو ماشومانو په خوله کې دی، خو په دې اړه د یوې وړې بې‌غورۍ پایله به په راتلونکو کلونو کې د یو فلج نسل، یوه ګوزڼ وهلې کورنۍ او قشر وي، هر کال په هېواد کې د دغو کمپاینونو په ترڅ کې ملیونونه ‌‌‌‌‌‌ډالر لګول کېږي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

‎ښاغلی مجروح د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل تر دې دمه د نا امنیو، کرونا ویروس د خپرېدو او د ده په خبره د طالبانو له لوري د کور په کور واکسین رسولو نه اجازې له امله د پولیو دوو ‌‌‌‌‌‌ډولونو ویروس باندې د ۳۶۶ افغان ماشومانو د اخته کېدو خبره کوي او وایي په تېرو ۳۴ میاشتو کې له دوه‌نیمو تر درې ملیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه‌دی رسېدلی.

‎ښاغلی مجروح وايي، د ۲۰۲۰ کال له پیل تر دې دمه ۵۶ د ګوزڼ لومړي ‌‌‌‌‌‌ډول او ۳۱۰ د دغه ویروس دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول مثبتې پېښې ثبت شوي چې په خبره‌یې د پاکستان له لوري افغانستان ته انتقال شوی دی.

‎افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په‌کې د پولیو ویروس شته او له دې امله هر کال د زیاتو ماشومانو د فلجېدو خبرونه خپرېږي.

‎د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح دا ونه‌ویل چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان له دغه واکسین برخه‌من کېږي، خو د ۲۰۲۰ کال په وروستیو میاشتو کې ترسره شوي کمپاین کې ۹،۵ ملیونه ماشومانو ته د دغه واکسین د رسېدو خبره شوې وه.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې یو له دغو پېښو د ۵۹ کلن ‎داود خان کورنۍ ده، دی د شپږو اولادونو پلار دی، کوچنۍ لور یې شریفه په پولیو اخته شوې.

‎داوود خان وایي چې دوی د خوست په یوه لیرې پرته ولسوالۍ سپېره کې اوسېږي‌‌‌‌‌‌، چېرې چې د دې ولسوالۍ اکثره سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او روغتیایي اسانتیاوو ته په اسانه لاسرسی نه‌لري.

داوود خان زیاتوي: "د ۲۲ میاشتو وه چې یوه تبه پرې راغله، له دې تبې وروسته‌یې پښو او یو لاس کار پرېښود، که څه هم اوس یو څه ښه شوې پر یوه پښه، خو درېدلی هم شي، خو تګ پرې نه‌شي کولای."

‎داوود خان د خپلې لور دې حالت ته اندېښمن دی.

‎د عامې روغتیا وزارت مسؤلین هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د نه‌رسېدو یو لامل د طالبانو له لوري د کور په کور واکسین د تطبیق اجازه نه‌ورکول بولي.

ارشیف، په بغلان کې په پولیو یو اخته ماشوم
ارشیف، په بغلان کې په پولیو یو اخته ماشوم

‎طالبان هم مني چې د جګړو له امله د دغې پروسې یوه برخه ټکنۍ شوې.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دغه کمپاین پر مهال د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د دوی پر ضد استخباراتي ګټه اخیستل کېده او په خبره‌یې له دې امله کور په کور د واکسین اجازه نه‌ورکول کېږي.

‎افغانستان کې څو لسسیزو جګړو افغان ماشومان نه‌یوازې له زده‌کړو لیرې کړي، بلکې روغتیایي خدماتو ته‌یې د دوی لاسرسی هم اغېزمن کړی چې دا مهال ګڼې افغان کورنۍ د خپلو ماشومانو د فلج، معلولیت او د بې‌وزلۍ له امله د سختو کارونو کولو ته اندېښمنې دي.

XS
SM
MD
LG