د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ننګرهار کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو کورنۍ عدالت غواړي


جلال‌اباد کې د یوې ښځینه واکسیناتورې د جنازې مراسم
جلال‌اباد کې د یوې ښځینه واکسیناتورې د جنازې مراسم

‎په ننګرهار ولایت کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو کورنۍ د عدالت غوښتونکي دي.

‎دوی وایي د خپلو کورنیو د نورو غړو په اړه هم اندېښمن دي او په خبره‌یې حکومت‌یې باید امنیت ته جدي پام وکړي.

‎سمینه، نګینه او بصیره درې تنه هغه ښځینه واسکیناتورانې وې چې پرون له غرمې مخکې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې په دوو بېلابېلو وسله‌والو حملو کې ووژل شوې.

۲۲ کلنه سمینه یو کال وړاندې واده شوې وه، په درالمعلین کې له زده‌کړو وروسته‌یې قابلګي لوستې وه او تازه‌یې په رضاکاره توګه د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین کې د واکسیناتورې په توګه کار پیل کړی و چې د دندې او کمپاین په دوهمه ورځ د نا معلوملو وسله‌والو له لوري ووژل شوه.

‎د سمینې د کاکا زوی احمد فیصل نظامي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د سمینې قاتلین ساعتونه د هغې د کور شا ته په تمه شوي وو او چې کله نوموړې له کوره د کار کولو په هدف ووته، ووژل شوه.

دی زیاتوي: "سمینه له خپلې بلې همکارې سره وه، کله چې دوی له کوره ووتلې، نو د دوی د کور مخې ته د یو دکان ترڅنګ وسله‌وال ورته ولاړ وو او پر دوی یې ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې، د سمینې قاتلین څو ساعته په هغه دکان کې په تمه شوي وو چې تر څو دوی له کوره ووځي او ویې وژني، بیا هغوی (قاتلین) په رکشا کې ناست وو او له سیمې تښتېدلي، که څه اوس هم امنیتي مسؤلینو هغه دکاندار نیولی، خو موږ باوري یو چې هغه به‌یې اوس بېرته خوشې کړی وي."

جلال‌اباد کې د یوې ښځینه واکسیناتورې جنازه
جلال‌اباد کې د یوې ښځینه واکسیناتورې جنازه

‎احمد فیصل نظامي له دولت غواړي چې د سمینې او نورو همکارانو قاتلین‌یې ونیسي او سزا ورکړي.

۱۹ کلنه نګینه بله واکسیناتوره وه چې د وسله‌والو په حمله کې ووژل شوه.

‎ورور یې زبیر رباني ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې نګینه تازه د ښوونځي له ۱۲م ټولګي فارغه وه او په رضاکاره توګه‌یې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کې د واکسیناتورې په توګه کار کاوه.

‎د نګینې د ورور په خبره، هغې اراده درلوده چې په نږدې راتلونکي کې لوړې زده‌کړې هم پیل کړي.

‎هڅه مو وکړه د بصیرې په اړه چې له سمینې سره یوځای په دې حمله کې وژل شوې معلومات هم ولرو، خو له هڅو سره سره ونه‌توانېدو.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي هڅه کوي چې د پېښې عاملین ونیسي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل: "دغو واکسیناتورانو د افغانستان لپاره فعالیت کاوه، د طالب، داعش او ټولو بچیانو لپاره‌یې واکسین رساوه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د دا شان پېښو مخه ونیسو او د تېرو پېښو عاملین ونیسو او د قانون منګولو ته‌یې وسپارو."

جلال‌اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو په وینو لړلی د واکسین د دوزونو د ساتلو بکس
جلال‌اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو په وینو لړلی د واکسین د دوزونو د ساتلو بکس

دا دوه جلا وسله‌والې حملې د جلال‌اباد ښار په څلورمه او اوومه ناحیه کې رامنځته شوې.

‎که څه هم د دغو دوو پېښو مسؤلیت تر اوسه کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په دې ښار کې د درېیو وژل شویو ښځینه خبریالانو د وژلو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې ډلې منلی و.

دې پېښې په کور دننه او بهر د ګڼو ادارو او بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

‎د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو برخې کمېشنرې شبنم صالحي د دغو درې تنو ښځینه واکسیناتورانو د وژل کېدو په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون تل د ملکیانو وژنه غندلې او له حکومت څخه‌یې غوښتي چې د دې ‌‌‌‌‌‌ډول پېښو عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، د هدفي وژنو ‌‌‌‌‌‌ډېرېدل په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د مېرمنو هدف ګرځول زیات شوي او دا د اندېښنې وړ خبره ده، په داسې حال کې چې هلته د سولې خبرې روانې دي او اساسي موضوع‌یې د رهبرۍ او تصمیم نیونې په برخه کې ټینګار زیات کېږي د ښځینه فعالانو وژل په دې معنی دي چې هدف دا دی چې د ښځو غږ چپ کړل شي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي

‎په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه وېروونکې سرغړونه ده.

‎دغې ټولنې تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره محاکمه شي.

‎دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه‌شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی باید وشي.

‎بل‌خوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن هم دغه پېښه غندلې او په خپل ټویټر یې لیکلي چې د دغه ډول پېښو کول بشریت ته بشپړه بې‌احترامي ده.

‎د افغان ښځو شبکې مرستیالې روشن مشعل ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په ټولنه کې د فعالو مېرمنو هدف ګرځول نه‌یوازې د افغان ښځو پر مدني حقونو او ازادیو منفي اغېز لري، بلکې په هېواد کې په اقتصادي‌، ټولنیزو، سیاسي او روغتیایي برخه کې مېرمنې له فعالیت کولو منع کوي او هڅه کېږي چې د ښځو حضور په بېلابېلو برخو کې کم‌رنګه شي.

ارشیف
ارشیف

‎مېرمن مشعل وایي د سولې په بهیر کې باید د افغان ښځو اندېښنو او نظریاتو ته جدي پام وشي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې په ننګرهار ولایت کې ۸ ښځینه فعالانې په بېلابېلو هدفي وژنو کې هدف ګرځول شوي دي.

‎د اکثرو یې د وژنو عاملین نه‌دي نیول شوي، د ځینو دغو پېښو پړه داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې منلې، خو د ځینو نور پېښو بیا هېڅ کومې ‌‌‌‌‌‌‌ډلې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG