د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د پولیو ضد واکسین روان کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي؟


ارشیف، افغان ماشومانو د پولیو ضد واکسین د ورکولو بهیر
ارشیف، افغان ماشومانو د پولیو ضد واکسین د ورکولو بهیر

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین اوسنی کمپاین په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې درېیم کمپاین دی چې له مخې به‌یې ۹،۹ ملیونه ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو ښکته وي واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه کمپاین په دوهمه ورځ په ننګرهار کې په بېلابېلو بریدونو کې پنځه رضاکاره واکسیناتوران وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکتر میرویس علیزی له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه پېښه تأییدوي.

له ښاغلي علیزي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتلي چې په دغه کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG