بلخ کې د ناامنۍ دوام؛ د ځینو ولسوالیو نجونو ښوونځي پرېښي

ارشیف، د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

په بلخ کې د طالبانو پراخ حضور او د ناامنۍ دوام په یو شمېر ولسوالیو کې نجونې اړ کړي ترڅو ښوونځي پرېږدي.

د بلخ د پوهنې ریاست د اطلاعاتو امر روزبین سعادت، ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په پنځو ولسوالیو کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له ورتګ منع کېږي.

ښاغلي سعادت وویل چې په چهاربولک، بلخ، چمتال، دولت‌اباد او زارع ولسوالیو کې د ناامنۍ ترڅنګ په ټولنه کې د ناوړه دودونو له امله هم کورنۍ خپلې نجونې ښوونځیو ته نه‌پرېږدي.

هغه وویل چې په دغو ولسوالیو کې ټول‌ټال ۴ تر ۴.۵ زره نجونې هر کال له شپږم ټولګي وروسته له تعلیم څخه بې‌برخې کېږي.

هغه زیاته کړه: "دا چې کورنۍ سنتي دي، له شپږم ټولګي وروسته خپلو نجونو ته اجازه نه‌ورکوي چې ښوونځي ته ولاړې شي. ناامني او د طالبانو حضور د نجونو په وړاندې بل خنډ دی."

سعادت وايي سره له دې چې د ناامنۍ له امله په بلخ کې کوم ښوونځی نه‌دی بند شوی، خو د جګړې له خطره وېرې سبب شوي چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې نه‌شي.

مزار شریف کې یوه زده کوونکې

۱۲ کلنه لېمه چې په بلخ کې د چهاربولک ولسوالۍ د بیست پيکال کلي اصلي اوسېدونکې ده وايي: " ښوونځی مې خوښېږي، خو زموږ په کلي کې جګړه ده او د طالبانو له وېرې نه‌شم کولای چې ښوونځي ته ولاړه شم."

بیست پیکال سیمه اوس‌مهال په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې ده.

لېمه د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره د جګړې له وېرې د مزار شریف د همدرد پروژې یوې تکه‌يي کېږدۍ ته رابې‌ځایه شوې.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د وسله‌وال فعالیت د زیاتوالي او د جګړې له ډار او وېرې یې دغه کمپ ته پناه راوړې.

د یاد کمپ په شاوخوا سیمو کې هم د نجونو لپاره کوم منځنی ښوونځی نه‌شته.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید هم مني چې په یو شمېر ولسوالیو کې د اناث ښوونکو، د مسلکي معلمینو او ښوونځیو ته د احاطوي دېوال د نشتوالي په دلیل کورنۍ نجونې ښوونځیو ته له ورتګ منع کوي.

ده وویل: "له بده مرغه ناوړه دودونه شته چې د نجونو په وړاندې یې ستونزې زیاتې کړې دي او ترڅنګ‌یې د ښځینه ښوونکو او مسلکي ښوونکو نشتوالی هم بله لویه ستونزه ده."

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید

په همدې حال کې په چهاربولک، چمتال او بلخ ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پيل شوي.

د مې له لومړۍ نېټې راهیسې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی او په پام کې ده تر څه باندې راتلونکو څلورو میاشتو بشپړ شي.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو حملې زیاتې شوي.

طالبانو تر دې پخوا د اوربند د اعلام او د بین‌الافغاني مذاکراتو د بیا پيل لپاره اساسي شرط له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع بللې ده.

سره له دې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئلې د طالبانو د بیا راتګ په اړه اندېښنې زیاتې کړي، افغان نجونې یې هم په راتلونکي کې د خپل تعلیم او تحصیل د دوام په اړه اندېښمنې کړې دي.

خو لېمه په هېواد کې یو له هغو زرګونه نجونو ده چې د طالب او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې ختمېدو ته شېبې شمېري، دا غواړي له هغې وروسته خپل کلي ته ستنه او ښوونځي ته په ورتګ سره راتلونکې کې ډاکتره شي.